ads

افغانستان ته یو بل خبرداری

د بشري حقونو د څار سازمان د ا لمپیک له نړیوالې کمېټې څخه غوښتي چې د المپیک په نړیوالو لوبو کې افغانستان ته د ګډون اجازه ورنه کړي.

اسلام الدین احمدي
16 لیندۍ 1401
افغانستان ته یو بل خبرداری

له یاد سازمان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې واک ته د ا سلامي امارت له رسېدو وروسته په افغانستان کې زرګونه ښځې له لوبو څخه منع شوې دي.
اعلامیه زیاتوي، په نړیوالو لوبو کې د افغانستان پر ګډون په بندیز لګولو سربېره باید هلته د المپیک ادارو تمویل هم ودرول شي.
بلخوا، په افغانستان کې د بېلابېلو ورزشي څانګو ښځینه لوبغاړې هم خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي او وایي، کله چې اسلامي امارت پر هېواد واکمن شوی، نه یوازې پر ورزش، بلکې د زده کړو تر څنګ پر هغوی بېلابېل نور بندیزونه هم لګېدلي، چې دوی ته یې رواني ستونزې پیدا کړې دي.
د کابل اوسېدونکې مهناز امیري چې د «موی تای» لوبغاړې ده وايي، هره ښځینه لوبغاړې چې کومه لوبه کوي، هدف یې د هېواد نوم روښانه کول او په همدې ډګر کې نورو ښځینه لوبغاړو ته خدمت کول دي.

«که د اولمپیک نړیواله کمېټه په نړیوالو لوبو کې د افغانستان پر ګډون بندېز ولګوي، دا به ناوړه پایله ولري. اسلامي امارت باید ښځینه‌وو ته د ورزش اجازه ورکړي.»
د موی‌تای بله لوبغاړې زهره امیري هم په افغانستان کې د ښځینه‌وو پر ورزش پر شته بندیزونو او د المپیک له کمېټې څخه د بشري حقونو د څار بنسټ پر تازه غوښتنې خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړې کلید راډیو ته وویل چې مېرمنې د ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي او باید د ژوند په ټولو برخو کې یې د حقونو ورکولو ته جدي پام وشي.
«له سلامي امارت نه غواړم چې زموږ د لوبو کلپونه بیرته پرانیزي او موږ ته اجازه راکړي چې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړو. ښځینه لوبغاړې ښې وړتیاوې لري او کولی شي هېواد ته ویاړونه راوړي.»
خو په افغانستان کې د المپیک ملي کمېټې ویاند الله محمد اتل مشواڼي بیا د بشري حقونو د څار بنسټ د دې غوښتنې په تړاو د کلید راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې یاده کمېټه پر دې کار کوي، تر څو په افغانستان کې د نجونو د سپورټ لپاره مناسب چاپیریال او زمینه برابره کړي.
«د نجونو د سپورټ لپاره مو د جلا کمپلکسونو او جیمنازیمونو طرحه جوړه کړې چې تخنیکي ټیمونو پرې ډېر کار کړی او یاده طرحه مو نړیوال المپیک کمېټې ته وړاندې کړې. له هغوی څخه مو غوښتي چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د اسټرلیا کرېکټ لوبډلې مخکیني لوبډلمشر پېن هم په افغانستان کې ښځو ته د کرېکټ اجازې نه ورکولو له امله د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي وو چې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان پر لوبډله بندیز ولګول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA