ads

د سفارتونو د امنیت خوندیتوب لپاره باید څه وشي؟

په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د دې برید په تړاو یې اسلام اباد کې د افغان سفارت چارسمبالی احضار کړی.

تاج ولي غورځنګ
12 لیندۍ 1401
د سفارتونو د امنیت خوندیتوب لپاره باید څه وشي؟

خبرپاڼه زیاتوي، هغه ته یې په دې اړه د خپلې ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، ویلي چې برید کوونکي باید ژر تر ژره ونیول شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
په خبرپاڼه کې د افغان سفارت د چارسمبالي نوم نه دی اخيستل شوی او ویل شوي چې د سفارت په امنیت کې د دې جدي خلا په اړه پلټنې پیل شي او د دوی د ټولو دیپلوماتیکو مرکزونو، دیپلوماتانو او وګړو د امنیت لپاره دې اړین ګامونه واخیستل شي.
پاکستان په جلال آباد، مزار شریف، هرات او کندهار کې کونسګلرۍ هم لري.
کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید سره هم‌مهاله د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په دې تړاو خبرې کړي او په اړه یې ژوره اندیښنه څرګنده کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال احمد ضیاء تکل وایي، ښاغلي متقي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ته په تلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې د پیښې عاملان به نېول کیږي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.
«د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د پاکستان په سفارت ډزې وغندلې او اطمینان یې ورکړ چې د سفارت د امنیت لپاره به ځانګړې پاملرنه کوي. ددې پیښې د عاملانو په نیولو کې به جدي هڅې کوي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.»
د سیاسي چارو شنونکی استاد احمد سعیدي بیا پر پاکستان سفارت برید ددغه هېواد خپله یوه توطئه بولي او زیاتوي، پاکستان هڅه کوي چې په اسلامي امارت فشارونه راوړي ترڅو د دوی غوښتنو ته شنې اشارې ورکړي.
«پاکستان خپله دا برید یوه توطئه د سفارت لپاره جوړه کړې. ددې لپاره چې په اسلامي امارت ځينې فشارونه راوړي ترڅو د پاکستان غوښتنو ته غاړه کیږدي. د پاکستان غوښتنه دا ده چې د تحریک طالبان یا د TTP غړي دوی ته وسپارل شي او یا مجبور شي چې پاکستان حکومت سره اوربند وکړي.»
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی احمدخان اندړ بیا د پاکستان پر سفارت برید د سیمې او نړۍ د استخباراتو کار بولي او وایي، دوی هڅه کوي چې نړۍ ته د افغانستان انځور منفي وړاندې کړي.
«د پاکستان پر سفارت پرونی برید د سیمې او نړۍ د استخباراتو یوه لوبه ده. دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون وښیي، ترڅو نړۍ ته د افغانستان تصویر منفي وړاندې کړي.»
نوموړي دغه راز له سیمې او نړۍ غوښتنه وکړه چې له فغانستان سره په دې سختو شرایطو کې همکاري وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بل بیان کې ویلي له دې برید وروسته د سفارت د تړلو لپاره کوم پلان نشته او نه هم غواړي خپل دپلوماتان بېرته وغواړي.
یاد وزارت ویلي د برید هدف چارسمبالی سفیر عبید الله نظاماني و، خو ده ته زیان نه دی رسېدلی او یو ساتونکی یې ژور ټپي شوی دی.
په کابل کې د پاکستان پر سفارت دا وسله وال برید پرون ماسپښین داسې مهال وشو چې د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې چارسمبالي سفیر عبد الرحمن نظاماني د سفارت انګړ کې قدم واهه.
د پاکستان پر سفارت داسې مهال برید مطرح کیږي چې څو میاشتې وړاندې د اسلامي امارت په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله په تازه څرګندونو کې تور لګولی چې د پاکستاني طالبانو ډله د افغانستان له خاورې ګټه اخلي، خو د پاکستاني طالبان بیا وایي، دوی په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه خپله جګړه پر مخ بیایي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA