د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې د کندهار ښار د څلورمي حوزې اړوند د خوشکیار د زراعتي مارکېټ په دوهم منزل کې یوه ۱۶ کلن ځوان ځان زیندۍ کړی او ساه یې ورکړې.
د عتیق الله په نوم دغه ځوان د زابل د شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکی وو او په یوه دوکان کې شاګرد وو.
نوموړي ته نژدې کسانو امنیتي مسؤلینو ته ویلي، چي یاد هلک له خپل پلاره شکایت درلود، چي سخت کار ته یې اړ باسي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستي یوه کال او په ځانګړي ډول په تېره یوه میاشت کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي دي، اروا پوهان وایي چې په هېواد کې د ځان وژنې اصلي لاملونه کورنۍ تاوتریخوالی، ناوړه اقتصادي وضعیت او بیکاري ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ