ads

د افغانستان بانک ۱۷میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره د چهارشنبې په ورځ ۱۷میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.

کامران احمدزی
2 لیندۍ 1401

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتل شوي چې په دې دواطلبۍ کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي چې ټولې پیسې په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د روانې نومبر میاشتې پر ۱۹مه نېټه هم د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA