له یاد بانک څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته له رارسېدو وروسته یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
په خبر پاڼه کې له دغې مرستې هرکلی شوی، خو له نړیوالې ټولنې څخه په کې غوښتل شوي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې تر سره کړي.
تر دې وړاندې بیا یوناما ویلي چې دوی په یو کال کې له افغانستان سره تر یو میلیارده ډالره ډېره بشري مرسته کړې وه.