ads

د ننګرهار زیتونو حاصلات کم شوي

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، سږکال یې د زیتونو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر کم شوي.

جان اغا صالح
17 لړم 1401
د ننګرهار زیتونو حاصلات کم شوي
زیتون بدن انسان را در برابر استرس اکسیداتیو مزمن و التهاب مزمن که پیش زمینۀ ابتلا به سرطان هستند مصون می دارد.

د کانال رییس غلام الرحمن کظیم کلید ته وویل، تېر کال یې د زیتونو له څلور ګونو فارمونو څخه ۹۰۰ ټنه حاصلات راټول کړي وو، خو وایي، سږکال اټکل کوي چې حاصلات به یې د تېر کال په پرتله بېخي کم وي.
نوموړی د زیتونو د حاصلاتو د کموالي لامل طبعي افتونه او د خلکو له لوري د زیتونو باغونو ته نه پاملرنه یادوي.
کظیم زیاتوي:«ننګرهار کې سږکال د زیتونو حاصلات کم شوي او لامل یې بې وخته بارانونه، تیز بادونه، د خلکو له لوري د زیتونو ونو ته نه پاملرنه او همدارنګه طبي افتونه دي؛ چې له کبله به یې سږکال د زیتونو حاصلات کم وي.»
اوسمهال د زیتونو د اچارو پروسیس روان دی.
د زیتونو د فابریکې امر عتیق الله نایر اندیښنه لري او وایي، د حاصلات له کمښت سره به د زیتونو د تیلو اندازه هم کمه شي.
نایر زیاته کړه:
«سږکال چې د زیتونو حاصلات کم دي نو ورسره به زموږ د زیتونو د تیل اندازه هم کمه وي او لامل یې همدا دی، چې زیتون کم دي او بله ستونزه زموږ دلته د وسایلو د کموالي او همدارنګه د وسایلو زړښت دی چې له کبله یې زیتون په پروسیس کې له ستونزو او نورو کړاوونو سره مخ یو.»
د زیتونو په یاده فابریکه کې ۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، کاریګر یې وایي، شپږ میاشتې کېږي چې معاش یې نه دی اخیستی او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
کاریګر ټینګار کوي او وایي، که د معاش د ورکړې ترڅنګ د دوی کاریګر زیات شي ستونزې به یې تر یوه بریده حل شي.
دوه کاریګرو عزت الله او امیرشاه کلید ته وویل:
«موږ دلته د زیتونو په فابریکه کې کار کوو او ډیر خوشاله یو، چې د کار زمینه راته برابره شوې ده خو ستونزه مو د کاریګرو کمښت دی کار ډیر دی او کاریګر کم دي او همدارنګه شپږ میاشتې کېږي چې معاش مو نه دی اخیستی چې له زیاتو ستونزو سره مخ یو غوښتنه کوو چې یادې ستونزې حل شي.»
د ننګرهار د کانال ریاست د مالوماتو له مخې تېرکال د زیتونو له څلورګونو فارمونو څخه ۹۰۰ ټنه زیتون راټول شوي و، چې سږکال یې د حاصلاتو اټکلي اندازه لا مالومه نه ده خو چارواکي یې وایي، چې اندازه یې ډیره کمه شوې.
دکانال ریاست مسولین وایي، کلونه وړاندې یې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتون کرلي وو، چې د جګړو پر مهال یې سلګونه هکتاره له منځه تللي او اوسمهال یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه زیتون پاتې دي چې د تخریب دمخنیوي لپآره ېې پر لارو چارو غور کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA