د یاد سازمان د افغانستان څانګې پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې ژمی په چټکی راروان دی او افغانان به له سختې سړې هوا سره مخ شي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه سازمان له افغانانو سره د مرستو پر دوام په غور ولایت کې خلکو او په تېره بیا ښځو، معلولینو او د ډېر عمر لرونکو کسانو ته ژمنۍ بستې، توکي او درمل وېشلي دي.
د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې همدارنګه ویلي چې دا مرستې د امریکا د پراختیایي ادارې او د بریټانیا د حکومت له خوا د دوی له لارې پر افغانانو وېشل کېږي.
دې ادارې په ورته وخت کې په افغانستان کې د سون توکو پر نشت هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې افغانان په ژمي کې د کورونو تودولو لپاره سون توکي نه لري.