د ارزګان د والي وياند احسان الله حماس وايي، د ارزګان- کندهار ترمنځ لويې لارې د رغېدو چارې يې نن په رسمي ډول پیل کړې.
هغه وايي، د دغې لارې د رغېدو چارې وروسته له هغه پیل شوې کله چې د اسلامي امارت رياست الوزار اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر ارزګان ته په سفر ولاړ او د يادې لارې د رغېدو ژمنه يې وکړه.
هغه وویل:
«اقتصادي مرستيال څو ورځې مخکې ارزګان ته راغلي و او ویې ویل چې د ارزګان او کندهار ترمنځ د لويې لارې د رغېدو چارې به په رسمي ډول پیل شي چې دا کار وشو.»
دا لاره د کندهار ولايت نیش ولسوالۍ په مرکز کې راتېرېږي او له هغه ځايه به بیا دهراوود او ترينکوټ ته غځول کېږي.
د ارزګان يو شمېر اوسيدونکي که څه هم د دې لارې د رغېدو هرکلی کوي او وايي، په کاره ده چې د ترينکوټ او کندهار ترمنځ لويه لاره په اساسي ډول جوړه شي.
په اړه د ترينکوټ دوو اوسېدونکو کليد راډيو ته وويل:
«اول خو باید له ترينکوټ سره د کندهار لاره جوړه شي، خو هغه لاره هم زموږ د پاره مهمه ده.»
د ارزګان د والي وياند احسان الله حماس وايي، دوی به د ترينکوټ او کندهار ترمنځ لويه لاره هم په اساسي ډول ورغوي.
«په راتلونکې کې د ترينکوټ د لارې د پخولو اراده هم شته، ژمنې شوې، چې دغه لاره به هم په اساسي ډول رغول کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم خلکو څو ځله د دغې لارې د رغېدو غوښتنې کړې دي.