د دغه وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سادات سمنګانو ولایته د خپل سفر پرمهال وویل: «همدا اوس د دولت ۸ سوه زره کارکوونکو ته معاش ورکول کېږي، خو له پخوانیو حکومتونو څخه چې په ادارو کې کوم تورم یا پړسوب پاتې دی، هغه د منلو نه دی، ځکه چېرته چې یوه نفر ته اړتیا ده؛ هلته لس تنه کار کوي.»
په همدې حال کې د چارو یو شمېر شنونکي د دولت دغه اقدام د بې ځایه لګښتونو په مخنیوي کې اغېزناک بولي، خو وایي چې دا کار به په یوه وخت کې د ګڼو دولتي کارکوونکو د بېروزګارۍ سبب شي.
د حقوقي چارو شنونکی محمدهاشم قیام وایي، ښه ده چې د دولت د اضافي کارکوونکو په کمولو کې ټولنیز عدالت په پام کې ونیول شي:
«که د دولتي ادارو په تشکیلاتو کې بدلون راځي، باید په رڼه توګه وي او د دلایلو دفاع وشي.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي، که یو شمېر دولتي کارکوونکي له دې کبله له خپلو دندو ګوښه کېږي چې ورته اړتیا نشته، خو د اسلامي امارت مسوولیت دی چې هغوی ته بیا په نورو برخو کې کاري زمینې برابرې کړي:
«که تشکیلات کمېږي، نو له شک پرته چې یو شمېر خلک به بېروزګاره کېږي، نو یوه غمیزه به رامنځته کېږي، هغه مهال اسلامي امارت باید د خلکو پر وړاندې خپلو مسوولیتونو ته رسېدنه وکړي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې حال کې د یو شمېر دولتي ادارو او د هغو د کارکوونکو د کمولو خبره کوي چې ورځ تر بلې په هېواد کې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ کچه لوړېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ