ads

«نړيوال د افغانستان د بيارغونې مخه نيسي»

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، نړيوال نه پرې ږدي چې افغانستان پرمختګ وکړي.

احسان الله ولسمل
15 لړم 1401
«نړيوال د افغانستان د بيارغونې مخه نيسي»

نوموړي ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال له نړیوالو وغوښتل چې د فشار راوستو پر ځای دې شته ستونزې حل شي او په وینایې، د فشار سیاست پایله نه ده ورکړې.
هغه یوې غونډې ته وویل:
«نړيوال نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي، نړيوال پر دې بوخت دي چې په افغانستان کې څه ډول وکولای شي د پرمختګ مخه ونيسي. په دي ډول زموږ د حکومت او نړيوالو ستونزې نه حل کيږي.»
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، تراوسه نړيوالو په افغانستان هېڅ ډول پانګونه نه ده کړې او په کور دننه د دوی حکومت او ملي سوداګرو په ټول هېواد کې نږدې ۲۵۰ ميليونه ډالر پانګونه کړې ده.
«حکومت او ملي سوداګرو په افغانستان کې ۲۵۰ ميليونه ډالر پانګونه کړې، دغه ټول پانګونه يوازې داخلي ده، اونړيوالو تر اوسه په افغانستان هېڅ پانګونه نه ده کړي.»
ملا برادر وويل چې د ټاپي پروژې کارونه يې ځکه د خنډ او ځنډ سره مخ شوي چې خلک دوی ته خپلې شخصي ځمکې په واک کې نه ورکوي.
نوموړی وايي، اوس له خلکو سره په خبرو بوخت دي، تر څو هغوی راضي کړي چې ځمکې د دوی په واک کې ورکړي او د ټاپي پروژې کارونه پیل شي:
«د ټاپي پروژې کارونه چې اوس ځنډېدلي، لامل يې دادی چې هلته خلک خپلې ځمکې د دغې پروژې لپاره په واک کې نه ورکوي. موږ اوس له خلکو سره په خبرو بوخت يو، چې شخصي ځمکي استملاک شي او وروسته به د ټاپي پروژې کارونه پيل شي.»
ملا برادر همداراز وويل چې ۲۰ کال په افغانستان کې داسې کسانو ژوند کړی چې د افغانانو ذهينتونه خراب کړي.
دی وايي، اسلامي امارت اوسمهال د بیارغونې، تعليم، کاري فرصتونو رامنځته کولو او په ګڼو نورو برخو کې په کار کولو بوخت دی:
«په افغانستان کې دغه شل يا ۲۱ کال داسې خلک موجود وو چې د افغانانو ذهنيتونه ورخراب کړي، انشاالله د اوسني حکومت ټول مسوولين په دې بوخت دي چې څه ډول خلکو ته د بیارغوني، تعليم،کاري فرصتونو او نورو برخوکې کار وکړي.»
نوموړي د اسلامي امارت له غړو څخه غوښتنه وکړه چې باید د خپلو مشرانو اطاعت وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA