ads

د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه تعلیمي مرکز کې درنه چاودنه

د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه تعلیمي مرکز کې درنه چاودنه

azizi
8 تله 1401
د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه تعلیمي مرکز کې درنه  چاودنه

نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د کاج په نوم په  یوه ښوونیز مرکز کې چاودنه شوې.

عیني شاهدان وایي چې په دې چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ، او په سیمه کې عام خلک د ټپیانو په لېږدولو بوخت دي.

ویل کېږي چې نن جمعه په دغه ښوونیز مرکز کې د کانکور آزمایښتي آزموینه روانه وه او په سلګونه کسان پکې راټول شوي وو

امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه جزئیات نه دي ورکړي. خو په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې عام خلک ټپیان لېږدوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA