د ارزګان مرکز ترینکوټ په درفشان سیمه کې همدغسې یو ښوونځی تر سترګو کېږي چې یو ښوونکی په کې زدهکوونکو ته سبق وايي.
قاري عبدالرازق د همدغه ښوونځي استاد دی. نوموړی وايي چې له تېرو درېيو مياشتو راهیسې یې لسګونه نجونو او هلکانو ته په ديني او عصري برخو کې زدهکړې پیل کړې دي.
هغه زیاتوي، ځکه یې دلته هلکانو او نجونو ته زدهکړې پیل کړې چې الله تعالي پر نارینه او ښځینه، دواړو زدهکړې فرض کړې دي.
د غرونو او دښتو په لمن کې د خلکو په شخصي لګښت په دغه ښوونځي کې اوس ۷۰ نجونو ته د درېیم ټولګي زدهکړې ورکول کېږي.
قاری عبدالرازق کلید ته وویل:
«نبي کريم (ص) يو حديث دی چې وايي علم پر نارينه او نجونو فرض دی، نو موږ دلته ښوونځی فعاله کړ چې نارینه او ښځینه دواړه په کې زده کړې کوي.»
د ترينکوټ په بله څنډه بلوڅي کې هم د زدهکړو يو مرکز په شخصي لګښت جوړ شوی او په لسګونه ماشومان په کې زدهکړې کوي.
د غوثالدين جلالزي په نوم یو عمر خوړلی کس وايي، نور نهغواړي چې د سيمي ماشومان په تيارو کې پاتې شي او ماشومانو ته یې د ښه راتلونکي په لټه کې دی.
هغه وايي، په بلوڅي سيمه کې د ده لخوا په جوړ شوي ښوونيز مرکز کې تر ۲۰۰پورې نجونې او هلکان دا مهال په ديني او عصري زدهکړو بوخت دي.
نوموړي زياته کړه:
«لږ تر لږه ۵۰ مسجده دلته شته، موږ په پنځو کليو کې لوستي سړي نهلرو، د دې لپاره چې موږ نړيوالو ته وښايو چې د درس او تعليم اتلان هم يو، باید درس ووایو.»
په يادو ښوونيزو مرکزونو کې ښوونکي په وړيا ډول ماشومانو ته زدهکړې ورکوي.
د دغه ډول ښوونيزو مرکزونو جوړولو ته نه يوازې ماشومان خوشحاله دي، بلکې د سيمي خلک هم ورته خوشحاله او کلک ملاتړ يې کوي.
په ترینکوټ کې د درفشان سيمې اوسېدونکی او قومي مشر محمدولي وايي، که د دوی په سيمه کې دولت رسمي ښوونځي جوړي کړي، حاضر دي چې خپېل شخصي ځمکې ورکړي او ښوونیز مرکزونه په کې جوړ کړي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې تر شپږم ټولګي پورته هم د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
نوموړي کلید ته وویل:
«يو نيم جريب ځمکه ملاخدای داد اخند حکومت ته ورکړې، تر څو موږ ته پر دغه ځمکه ښوونځی جوړ شي.»
د معلوماتو له مخې، د ترينکوټ ترڅنګ د ارزګان په دهراوود او خاص ارزګان ولسواليو کې هم په شخصي لګښت دغه ډول ښوونيز مرکزونه د عامو خلکو له خوا پرانيستل شوي دي.
بلخوا، بیا په ارزګان کې فعالان دغه ډول اقدام د علم په ډګر کې ښه اقدام يادوي او زياتوي چې په دې سره به لا ډېر نور کسان وهڅول شي چې په خپلو سيمو کې داسې ښوونيز مرکزونه جوړ کړي.
د زدهکړو فعال نجيبالله لطيف وايي، په شخصي ډول د خلکو لخوا د ښوونيزو مرکزونو په جوړېدو سره به هغه ماشومان له زدهکړو برخمن شي چې ترې بېبرخې پاتې شوي دي.
هغه په دې اړه کليد ته وويل:
«تاسو ته معلومه ده چې د زدهکړې په برخه کې ارزګان ډېر وروسته پاتې دی، که په یادو مرکزونو کې زدهکړې دوام وکړي، ماشومان به له زدهکړو برخمن شي.»
د ارزګان پوهنې ريیس مولوي خيرالله کلید ته وویل چې د خیریه بنسټونو او موسسو په مرسته یې په ډېری ولسوالیو او کلیو کې سیمهییز ټولګي پرانیستي او هڅه کوي چې دا لړۍ نورو سیمو ته هم وغځېږي.
هغه زياته کړه:
«موږ هڅه کوو چې د زدهکړو په برخه کې شته نیمګړتیاوې پوره کړو، ښوونځیو ته به هم ودانۍ جوړ کړو، خو دا وخت ته اړتیا لري، ژر نه شي جوړېدای. د اوس لهپاره به همدا ټولګي پرانیستي وي.»
د ارزګان خلک له دولت څخه هیله لري چې په لرې پرتو سیمو کې د زدهکړ بهیر غځېدلو ته جدي پاملرنه وکړي. دوی همداراز غواړي چې دولت دې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ هم ښوونځي پرانیزي.
په ټوله کې د ارزګان خلک داسې مهال په شخصي لګښت د ښوونځیو جوړېدو او تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځیو خلاصېدو غوښتنه کوي چې د پوهنې وزارت مخکیني وزیر دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له کبله تړلي دي.