ads

د اقتصادي ثبات د سیسټم جوړېدو ته څومره اړتیا ده؟

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره اړتیا ده چې یو سیسټم جوړ شي.

تاج ولي غورځنګ
7 تله 1401
د اقتصادي ثبات د سیسټم جوړېدو ته څومره اړتیا ده؟

نوموړي تېره ورځ په امریکا کې د نړیوالو سټراټیژیکو مطالعاتو په بنسټ کې ویلي، له افغانستان سره اوسنۍ مرستې ګرانې پریوځي.
ویسټ دغه راز ټینګار کړی چې له افغانستان سره باید بشري مرستې دوامداره وساتل شي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې امریکا د تېر کال اګست له پنځلسمې راهیسې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارده ډالره مرسته کړې.
خو د امریکا ځانګړي استازي تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د اسلامي امارت چارواکو بیا ویلي، که امریکایي لوري غواړي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې هوارې شي، باید ټول هغه بندیزونه لرې کړي چې له کبله یې ستونزې راپیدا شوي دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي، د افغانستان اقتصادي ستونزو د هواري په هدف یې ګامونه پورته کړي او لا هم هڅه کوي چې په دې برخه کې ځانګړي پلانونه پلي کړي.
د نوموړي په خبره، د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې په کرنه، اوبو مدیریت او د کانونو په استخراج فکر او کار کړئ ترڅو د هېواد اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
«د افغانستان اقتصادي ودې لپاره چې هر څوک غږ پورته کوي، ښه خبره ده، خو موږ هم له تېر یو کال راهیسې په دې هڅه کې یو چې څنګه د افغانستان اقتصادي ستونزې هوارې کړو، ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. موږ یو لړ پروژې هم پیل کړي چې کېدلای شي خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شي او یو څه د افغانستان اقتصاد ته هم څه ورکړي.»
که څه هم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د خپلو خبرو پر مهال ډېر وضاحت نه‌دی ورکړي چې څه ډول نوی اقتصادي سیستم باید جوړ او پیاوړی کړای شي، خو د اقتصادي چارو شنونکي وایي، ترڅو چې په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار ونه شي، ښایي هیڅ سیستم هم د افغانانو اقتصادي ستونزې هوارې نه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عباد ناصري زیاتوي، اوسنۍ بشري او نړیوالې مرستې کولای شي د افغانانو لنډ مهالې ستونزې هوارې کړي، خو په خبره یې، په اوږد مهال کې باید نړیواله ټولنه او یو شمېر هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي، ترڅو له اقصادي کړکیچونو راوځي.
«د افغانستان اقتصادي ستونزې او بحرانونه په مرستو نه حل کیږي، که دې لپاره هر څومره مرستې وشي، بیا به هم ستونزې وي، ترڅو چې په دې برخه کې بنسټیز ګامونه پورته نه شي. بنسټیز ګامونه دا دي چې خلکو ته کار زمینه برابره شي، ځینې لویې لویې پروژې پلې شي.»
ټام ویسټ په داسې حال کې له افغانستان سره پر مرستو ټینګار کوي چې تېره اوونۍ امریکا له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د افغانستان اقتصادي ستونزو د هواري په هدف داسې مهال راپورونه ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرست مارکس پوټزل د سه‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وویل، نړیوال سازمانونه او هېوادونه په ژمي کې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA