ads

«ټي‌ټین ته ۸ افغان لوبغاړي اخیستل شوي»

تېره شپه د متحده عربي اماراتو د لس اوریزه کرکټ لیګ یا « ټي ټین» سیالیو د بولۍ مراسم ترسره شول چې په کې اته افغان لوبغاړي واخیستل شول.

کامران احمدزی
5 تله 1401
«ټي‌ټین ته ۸ افغان لوبغاړي اخیستل شوي»

په دغو لوبغاړو کې نجیب الله ځدراڼ او فضل الحق فاروقي ډیلي بولز، مجیب الرحمن ډکن ګلاډیټرز، اظهار الحق نوید نیوراک سټرایګرز، حضرت الله ځاځی بنګله ټایګرز، دروېش رسولي ابو دابي، کریم جنت او ابراهیم ځدراڼ د سامپ ارمي لوبډلې له لوري واخیستل شول.
باید وویل شي چې رحمان الله ګربز، محمد شهزاد او نوین الحق خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي.
دغه سیالۍ د روان کال د نومبر میاشتې په څلورمه مه نېټه پیلېږي چې لس ورځې به دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA