بخت بي بي چې په تېرو جګړو کې یې څلور زامن وژل شوي، د څلورو کونډو او ۲۴ یتیمانو سرپرستي ور په غاړه ده.
هغې له کلید سره په مرکه کې وویل چې له تېر یوه کال راهیسې هېچا ورسره مرسته نهده کړې او په سخته لوږې او فقر کې ژوند کوي.
د هغې په خبره، هر سهار ماشومان د سوال کولو لهپاره ښار ته لېږي او د خیرات په پیسو خپله ۲۴کسیزه کورنۍ چلوي.
«په تېرو جګړو کې مې څلور زامن وژل شوي، هېڅ مرسته نهده راسره شوې، کله چې اړوندو ادارو ته ورشو، وایي په لېست کې ستاسو نومونه نشته.»
یو شمېر نورې کورنۍ بیا وایي، اوسني سرپرست حکومت هرې کورنۍ ته دوه زره افغانۍ ټاکلي چې د ژوند اساسي اړتیاوې یې نهشي پوره کولی.
دوی هم ګیلهمن دي چې په دغسې ناوړه اقتصادي حالت کې حکومت تر ډېره له پامه غورځولي دي.د ارزګان دوو تنو اوسېدونکو په دې اړه کلید ته وویل:
«ورور مې په دې وروستیو کې ووژل شو، د یتیمانو سرپرستي یې زما په غاړه ده، په دوه زره افغانیو مو هېڅ ګوزاره نهکېږي.»
«زما خاوند وژل شوی، هېڅ مرسته نهده راسره شوې. زه هم ناروغه یم، دومره پیسې نهلرم چې له ډاکټره درمل پرې واخلم.»
خو د ارزګان شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مشر عتیقالله منظور بیا کلید ته وویل چې دوی له داسې کورنیو سره د هر یتیم پر سر دوه زره افغانۍ مرسته کوي.
«موږ نه دي هېر کړي، د هر یتم پر سر دوه زره افغانۍ مرستې کوو.»
نه یوازې ارزګان، بلکې په نورو ولایتونو کې هم بېسرپرسته کورنۍ له ورته برخلیک سره مخ دي. هغوی له مسوولو ادارو او خیریه بنسټونو د بیړنیو مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ