له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د اغاخان بنسټ له مشر سره په کتنه کې یاد بنسټ ته سپارښتنه کړې چې خپل فعالیتونو په نورو برخو کې هم پراخ کړي.
د اغاخان بنسټ اجراییه رییس نجم الدین نجم ویلي چې د دوی په همکارۍ په طبي برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا غوښتنه داسې مهال مطرح کوي چې اوس مهال د سرطان پر ناروغۍ اخته زیات شمېر کسان له هېواده بهر د درملنې لپاره ځي.