ads

د افغانستان بانک یو کلنې لاسته راوړنې

ملت ته د حساب ورکونې پر دوام د پنجشنبې په ورځ د افغانستان بانک خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

اسلام الدین احمدي
20 زمری 1401
د افغانستان بانک یو کلنې لاسته راوړنې

د افغانستان بانک سرپرست رییس عبدالقاهر حاجې ادریس په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته وویل چې د امریکا له خزانې وزارت سره په همغږۍ يې یو شمېر جوازونه تر لاسه کړي چې پر اساس يې پر بانکي سکټور محدویتونه لرې کېږي او په اقتصادي فعالیتونو کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
هغه څرګنده کړه چې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ارزښت ثابت ساتل، د سوداګریزو بانکونو د فعالیت دوام، د بانکي خدمتونو وړاندې کول، له هېواد څخه بهر ته د انتقالاتو اسانتیا او د نویو سیسټمونو انکشاف، په تېر یوه کال کې د دغه بانک عمده لاسته راوړنې بلل کېږي.
«د تېر کال په اوږدو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت تر ډېره حده ثابت پاتې شوی او له شته ننګونو سره سره د ګاونډیو هېوادونو تر پیسو یې ارزښت لوړ و.»
د افغانستان بانک د ریاست د پالیسۍ ستر سلاکار لطف الحق نور پسرلي هم د دغه بانک د مهمو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې له سیاسي تحول څخه وړاندې د افغانستان ملي بودجه تر ۷۰فیصده په بهرنیو مرستو ولاړه وه، خو کله چې دغه مرستې بندې شوې، د هېواد پر اقتصادي وضیعت یې هم منفي اغېز وکړ.
«موږ په انفرادي ډول له بهر څخه افغانستان ته د پیسو د رالېږد جواز هم تر لاسه کړ، اوس هېوادوال کولی شي په اسانۍ خپلې پیسې له بهره هېواد ته راولېږدوي.»
نوموړي همدا راز د نویو افغاني بانک نوټونو د چاپ په اړه وویل چې دا چاره تر مدیریت لاندې ده، له اړوندو نړیوالو ادارو سره هوکړې ته رسېدلي او دا ستونزه به هم ژر حل شي.
«موږ د امریکا له خزانې وزارت څخه د سوداګرو اړوند د سوداګريزو راکړو ورکړو لپاره جوازونه تر لاسه کړي او همدارنګه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادنو هم غواړو چې د بانکې راکړې ورکړې په برخه کې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.»
که څه هم د افغانستان بانک ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې خپلې لاسته راوړنې بیان کړې، خو بیا هم هېوادوال او سوداګر په بانکي راکړو ورکړو کې د محدودیتونو او اسانتیاوو د نشت له امله شکایتونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA