د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الله شرافت خبري کنفرانس ته وویل چې په تېر یو کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې تر درې نیم میلیونه میټریک ټنه ډېر انتقالات کړي او پر دغو پټلیو یې له لېږد رالېږد څخه څه باندې ۲.۵میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د هغه په وینا، که په هېواد کې د «افغان ټرانس» رېلپټلۍ، چې له ترمذ څخه تر پېښوره غځول کېږي پلې شي، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ډېره مهمه ده.
د نوموړي په خبره، د دې پروژې ټولیز لګښت څلورنیم میلیارده ډالر دی چې پر افغانستان او ازبکستان سربېره جنوبي او منځنۍ اسیا له ختیځې اروپا سره نښلوي.
«په تېر یو کال کې څه کم درې نیم میلیونه مټریک ټنه صادارت او واردات لرو چې په دې کې یوازې دوه لکه ۶۸ زره او ۲۹۹ ټنه صادرات او درې میلیونه، دوه لکه ۷۶ زره، ۹۹۵ ټنه واردات لرو، چې په دې کې ټرانزیټ هم شامل دی.»
د نوموړي په وینا، په حیرتان بندر کې د تخلیې او بارګیرۍ په برخه کې ۳۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.
«همدا ارنګه په اقینه او تورغونډۍ کې هم تر شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته کار زمینه برابره شوې ده.»
بل خوا د یادې ادارې ویاند عبدالسمیع دراني هم د دغې ادارې د لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
هغه زیاته کړه چې یادې ادارې د اوسپنې پټلۍ د پروژو د امنیت ساتلو لپاره له امنیتي چارواکو سره تړنونه لاس لیک کړي او په خبره یې، دا اداره پلان لري چې تر دې وروسته به د اوسپنې پټلۍ ټولې اداري چارې د افغانانو پر مټ مخته یوسي.
«بله لاسته راوړنه مو دا ده چې موږ ژمنه کړې وه چې د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې به افغاني کوو او ښه کدرونه ورته هم لرو. موږ وکولې شول چې د حیرتان بندر عواید چې په لوموړیو کې د ازبکي کمپنۍ له خوا راټولېدل او بیا به د افغانستان ماليې وزارت ته سپارل کېدل، اوس دغه پروسه افغاني شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۲ زره او ۲۵۵ میټریک ټنه نفتي او غیر نفتي موادو انتقالات شوي دي.