دا نجلۍ د روسیې د ژیمناستیک لوبو اتله وه.
د امریکا مالیې وزارت ویلي چې دا نجلۍ یوه خبري شبکه لري او پر اوکراین یې د روسیې د برید ملاتړ کړی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې پر دې نجلۍ د امریکا حکومت څه ډول بندیزونه لګولي.
بلخوا، د روسیې د حکومت یو مخالف سیاستوال «الکسي ناوالني» چې اوس بندي دی، هم پر دې نجلۍ څو ځلې د بندیزونو غوښتنه کړې وه.
تر دې وړاندې اروپایي ټولنې او انګلیس هم پر الینا» بندیزونه لګولي وو.
د روسیې حکومت د تازه بندیزونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.