د یادې ادارې مسوولان وایي، اوسمهال د ځینو همکارو موسسو په مرسته ۳۰ مېرمنو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، خامک او یو شمېر نورو برخو کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله حقاني کلید ته وویل، هڅه کوي مېرمنو ته د اسلامي اصولو په چوکاټ کې کارې زمینې برابرې او مېرمنې د کورني اقتصاد له اړخه پر ځان بسیا شي.
حقاني زیاته کړه:
«د ننګرهار کار ټولنیزو چارو ریاست کې ۳۰ مېرمنې په مختلفو برخو لکه خیاطۍ، ګلدوزۍ، خامک او یو شمېر نورو برخو کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي او موږ ژمن یو چې ښځو ته به د اسلامي اصولو په رڼا کې د کار زمینه برابروو او لا هڅه کې یو چې نورې مېرمنې هم د حرفوي زده کړو په برخه کې وروزو څو مېرمنې له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.»
نوموړی وایي، لا هڅه کوي چې له دې سربیره ګڼ شمېر نورو هغه مېرمنو ته د حرفوي زده کړو په برخه کې کاري زمینه برابره کړي، چې اوسمهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بله لاره چاره نه لري.
«حقاني زیاته کړه:«موږ لا هڅه کې یو، چې نورې هغه مېرمنې چې د حرفوي زده کړو په برخه کې علاقه لري د کار زمینه برابره کړو او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي.»
بل لور ته مېرمنې هم خوښې دي چې د حرفوي زده کړو په برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
زرمینه او ګل بې بي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د خیاطۍ په برخه کې کار کوي، له مسولو ادارو د یادو حرفوي زده کړو د دوام ترڅنګ ترې د مېرمنو په لاس جوړو شویو تولیداتو ته د بازار موندنې غوښتنه هم کوي.
«زه له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د ننګرهار په کاراو ټولنیزو چارو ریاست کې د خیاطۍ په برخه کې زده کړې کوم ډیر کار مې زده کړې، نورې مېرمنې هم له موږ سره یو ځای په مختلفو برخو کې کار کوي، هغه چا چې کار یاد کړی اوس یې د کورنۍ اقتصادي ستونزې حل شوي؛ له حکومت غوښتنه کوو چې هغه څه چې موږ یې په لاس جوړو باید ورته بازار پیدا شي چې خرڅ یې کړو.»
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو اتو مياشتو کې یې سلګونه ښځینه او نارينه وو ته په مختلفو برخو کي روزنه ورکړې او لا هڅه کوي چې د حرفوي زده کړو په برخه کې پیل شوې لړۍ دوامداره وساتي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ