د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي خیال محمد کلید راډیو ته وویل، د تېرو جګړو پر مهال په دې ولسوالۍ کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي او خلک یې د بیرته رغېدو وس نه لري.
د ده په خبره، نه یوازې دا چې د کورونو په جوړېدو کې ورسره مرسته نه د شوې، بلکې کومې بشري مرستې چې دغه ولایت ته ورغلې، هغه هم پر مستحقو کورنیو نه دي وېشل شوې.
«خلک د نړېدلو کورونو جوړېدو وس نه لري، که مرستې راسره وشي، ډېر به خوشحاله شو. خو تر اوسه چې مرستې شوې، موږ ته نه دي رارسېدلې.»
فرید احمد چې د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي د تېرو جګړو پر مهال ورته زیانونه رسېدلي، کورونه یې ړنګ شوي او اوس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ده په وینا، که دولت ورسره مرسته ونه کړي، هلته مېشتې کورنۍ به له ستر ناورین سره مخ شي.
«نه یوازې تېرې جګړې، بلکې په وچکالیو کې هم زیانمن شوي یو. بیړنیو مرستو ته جدي اړتیا لرو.»
د هلمند د کډوالو چارو ریاست مسوولین بیا د خلکو هغه نیوکې رد وي چې ګواکي مرستې پر غیر مستحقو کورنیو وېشل شوې دي.
دکډوالو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي کلید ته وویل چې بشري مرستې د دقیقې سرورې له مخې پر اړمنو کورنیو وېش کېږي او په وینایې، تر اوسه ۳۰زره کورنیو ته بېلابېلې مرستې رسېدلې دي.
«زموږ پالیسي همدا ده چې مرستې پر مستحقو کورنیو ووېشو. د خلکو نیوکې بېځایه دي.»
مستحقو کورنیو ته د مرستو پر وېش پر داسې مهال ټینګار کېږي چې په هېواد کې تر سیاسي تحول وروسته د هېوادوالو اقتصادي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.
تر دې مخکې هم د راغلو مرستو پر وېش نیوکې شوې دي.