ads

د کابل اوسېدونکي: د ټرانسپورتي ستونزو د حل لپاره دې لا ډېر کار وشي

د افغانستان پلازمینه کابل یو له هغو ښارونو دی چې د ټرانسپورټي ستونزو په تړاو پکې وخت ناوخت شکایتونه او نیوکې راپورته کیږي

تاج ولي غورځنګ
2 غبرګولی 1403
د کابل اوسېدونکي: د ټرانسپورتي ستونزو د حل لپاره دې لا ډېر کار وشي

که څه هم په تېرو څو کلونو کې د حکومت لخوا هڅې روانې دي چې د کابل ښار ټرانسپورټي ستونزې هواري کړي، خو داسې ښکاري، چې په دې برخه کې لا هم هغه څه ندي شوي چې خلک یې غوښتنه او تمه لري.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي له اسلامي امارت نه غواړي چې د ښاري ټرانسپورټ په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته او شته ستونزې له منځه یوسي.

د کابل ښار د دشت‌برچې سیمې اوسیدونکی سیدمحمد سیرت له مسؤولو ادارو غواړي چې د کابل ښار د اوسیدونکو لپاره د ټرانسپورټ په برخه کې هغه څه وکړي چې اړتیا ورته لري.

نوموړی وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت د پخوا پرتله خراب شوی او اوس اړتیا لېدل کیږي چې حکومت د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو ارزانه ټرانسپورټي خدمات وړاندې کړي.

«په کابل کې ټرانسپورټي ستونزې ډېرې پخوانۍ دي. موږ که یوهٔ ټکسي چلونکي ته ووایو چې لس افغانۍ کرایه غواړې، نو هغه وایي چې نه ځکه چې دوی ته هم په ځينو مواردو کې ګټه نه‌کوي، نو موږ له حکومت نه غواړو چې د ټرانسپورټي ستونزو سره خوا کې خلکو ته کاري زمینې هم برابرې کړي.»د کابل ښار خیرخانې سیمې اوسیدونکی ادریس تابش بیا د لوړې کرایې او د اړتیا پرمهال د ښاري موټرو کموالي په اړه شکایت کوي.

نوموړی وایي، هره ورځ سهار او ماښام دندې ته د تلو او راتلو پرمهال له یادې ستونزې سره مخ کیږي.

«کله، کله هېڅ موټر نه پیدا کیږي او کله چې پیدا شي، نو بیا کرایه لوړه اخلي. یوه بله ستونزه دا ده چې د کابل ښار موټر چلوونکي ټرافیکي قوانین نه مراعتوي چې له کبله یې ترافیکي ګډوډۍ رامنځ ته کیږي.»

د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې یا ارزان قیمت سیمې اوسیدونکي هم ورته شکایتونه او نیوکې کوي.

دوی وایي، په دې وروستیو کې د سهار لخوا د ښاري موټرو په ځانګړي ډول د مرسیډیزو لږوالی هغه څه دي چې خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د کابل د بګرامیو ولسوالې اړوند د پل‌شینې سیمې اوسیدونکي سمع‌الحق ستانکزي په دې اړه کلید ته وویل:«زه هر سهار وختي سرک ته راوځم چې وخته وظیفې ته ځان ورسوم، خو کله چې سرک ته راشم، ګورم چې ټولې موټرې ډکې راځي. زما وظیفه په دارالامان سیمه کې ده، باید سینما پامیر ته لاړشم او بیا هغه ځای نه وظیفې ته، خو کله چې سهار راځم، ټولې موټرې ډکې راځي. مخکې به چې راوتې، موټرې به ډېرې وې خلک نه په عذابیدل، خو اوس خلک ډېر دي، خو موټرې نه‌شته، ټول موټر له ارزان قیمت سیمې ډک راځي.»

بلخوا د کابل یو شمېر ښاري موټر چلوونکي هم یو لړ نیوکې او شکایتونه لري او له اسلامي مسؤولینو غواړي چې ددې ستونزې د هواري په هدف کوټلي ګامونه واخلي.

لعل‌مرجان ځاځی له تېرو شلو کلونو راهیسې د کابل ښار په زړهٔ کې ټکسي موټر چلوي.

نوموړی وایي، په دې وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان ۳۴ ولایتونو موټرې کابل ته راغلي چې له کبله یې ښاري ټرانسپورټ له ستونزو سره مخ شوی دي.

«د افغانستان ۳۴ ولایتونو موټرونه کابل ته راغلي دي. که څوک د موټر جوازسیر لري او که یې نه‌لري، کابل ته راغلي او کار پرې کوي، زموږ کارونه یې صفر ته پرې رسولي دي. یو موټر چې خپل عوارض نه شي پوره کولای، نو د کور مصارف به څه پوره کړي. موږ له حکومت نه غواړو چې د هر ولایت موټر، خپل ولایت ته ولیږي او کابل یوازې د کابل موټرو ته پرېږدي.»

ذاکر بیا له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل ښار په زړه کې د مرسیډیس موټر چلوي.

نوموړی له اسلامي امارت نه غواړي چې د مرسیډیزو موټرونو لپاره ځانګړې هډې جوړې او د دوی ستونزو د هواري په برخه کې هم کوټلي ګامونه پورته کړي.

«وروره ستونزه دا ده چې موږ مشخصه هډه نه‌لرو. هر سهار لس یا نیم ساعت وروسته دوه یا درې موټرې راپرېږدي چې له کبله یې په لارو کې خلک په تمه پاتې کیږي. یوه هډه یې چهارهي بت خاک کې جوړه کړې، نو بیا ټول موټر چلونکي هڅه کوي چې له هماغه ځایه موټرې راډکې کړي، نو بیا دلته خلکو ته ځای نه پاتې کیږي.»

د مرسیډیس موټر یو بل چلونکی ضیاءالرحمن بیا له اسلامي امارت نه غواړي چې د دوی پر وړاندې اوسني محدودیتونه نرم او یا لرې کړي.

نوموړی وایي، په تېر کې به یې د ورځې لس ځله تګ راتګ کاوه، خو اوس یې دغه شمېر څلورو ته راښکته شوی دی.

هغه زیاتوي، موټر د ورځې په مزدورۍ چلوي او کلینر یې هم ورځنی مزد یا مزدوري غواړي.

«مخکې به مې وروره د ورځې پېنځه او یا شپږ سوارلۍ کولې، خو اوس د ورځې چې ډېر زرو وهم، یوازې دوې پېرې کوم. ۸۰ افغانۍ دوی د پارچې اخلي او شل، شل افغانۍ بیا دوی د هډې اخلي، له تېرې یو اوونۍ راهیسې. وروره زموږ لویه ستونز دا ده چې پوره ورځ کار نه‌شوو، کولای. موږ چې د ورځې پوره کار ونه کړو، نو کلینر ته د ورځې ۳۰۰ پرځای بیا ۱۵۰ افغانۍ ورکوو، بیا هغه هم خفه او زه هم خفه وم او همدارنګه ماته هم پیسې نه پاتې کیږي چې پوره مزدروي پکې واخلم او د موټر مالک هم خفه وي.»

که څه هم د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له چارواکو سره مو د کابل ښار د اوسیدونکو او د ښاري موټر چلونکو شکایتونه او نیوکې شریکې کړې، خو په اړه یې لا هم څه ندي ویلي.

کابل د شاوخوا پنځو میلیونو وګړو او سلګونه زره د لېږد وسايطو لرلو سره د افغانستان یو له ګڼې ګوڼې ډک ښار دی، چې د تګ راتګ، یا ټرانسپورټ برخه کې ګڼې ستونزې لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA