د جنوبي زون لپاره د ياد سازمان مشر فرانسس بوټيجي وايي هڅې يې پيل کړي چې په د ارزګان په ټولو هغو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، چې خلک ورته لاسرسی نه لري.
نوموړی وايي، په دې کار سره به په ارزګان کې د مور او ماشوم د مړینې کچې هم ټیټه شي.
«موږ هڅه پیل کړې، چې خپلې همکارې ادارې وهڅوو، ترڅو په سپینو سیمو کې د روغتیايي کلنیکونو د جوړېدو لپاره بودجه راکړي.»
دارزګان ولايتي چارواکي وايي د ياد سازمان لخوا شوي مرستې به کولايي شي په روغتونو کې ۸۰ سلنه د ناروغانو ستونزې حل کړي.
په همدې حال کې د ارزګان ولایتي چارواکي وايي، چې له دې مرستو وروسته به په دغه ولایت کې د ناروغانو ستونزې ۸۰ سلنه حل شي؛ خو په ورته وخت کې له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کوي چې په بېلابېلو برخو کې دې په دوامدار ډول مرستې وکړي.
د یاد ولایت مرستیال والي ملاباریګل طالب وايي:«موږ دغو درملو او تجهیزاتو ته خوشاله یوو، له دې سره د اتیا سلنه ناروغانو ستونزې حل شي، هیله لرو چې دا درمل او تجهیزات ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شي.»
د ارزګان اوسېدونکي له حکومت غواړي چې په لرې پرتو سیمو کې دې هم روغتیايي خدمات پراخ کړي.
د چورې ولسوالي اوسېدونکی دل اغا وايي چې په سیمه کې یې د روغتیايي مرکزونو د نشت له کبله ډېر ناروغان مرکز ته انتقالیږي.
«زموږ په ولسوالۍ کې روغتون نشته، موږ د درملنې لپاره مرکز ترینکوټ ته راځو، له حکومت څخه غواړو، چې زموږ دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.»
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزار ویلي وو چې هڅې پیل کړې، ترڅو ټولو لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمات پراخ کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ