د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مدیر شامحمد خان وایي، د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمېر نورو ولسوالیو کې د چرګانو د ساتلو او روزلو شاوخوا دولس سوه فارمونه جوړ شوي، چې په اوسط ډول ورڅخه د ورځې ۶۵ ټنه د چرګانو غوښه کندهار، فراه، نیمروز او هرات ولایتونو ته انتقالیږي.
« د مرکز لښکرګاه په شمول د هلمند په مختلفو ولسوالیو کې د چرګانو ۱۲۰۰ فارمونه شته، چې هره ورځ له ۵۸ څخه تر ۶۵ ټنه پورې غوښه نورو ولایتونو ته صادروي.»
بل لورته په هلمند کې فارم لرونکي وايي، لاهم د درملو او دانو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د یاد ولایت د چرګانو د فارمونو اتحادیې مشر دلاور پردېس وايي:
« یوه ستونزه دا ده، چې موږ د ټولو فارم لرونکو کسانو د ناستې او راټولېدو ځای نه لرو، که حکومت په دې برخه کې هم له موږ سره همکاري وکړي؛ نو ښايي ستونزې مو راکمې شي.»
په همدې حال کې یو شمېر فارم لرونکي د چرګانو غوښې د بیې له ټیټوالي شکایت کوي او زیاتوي چې د فارم رسېدو په وخت کې د چرګانو غوښې ارزانیږي چې ځینې وختونه دوی ته د ګټې پرځای تاوان کوي.
دوی دغه راز د درملو له کمزوري کیفیت هم شکایت کوي او له حکومت غواړي چې دغو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي
هلمند کې فارم لرونکی عبدالله وايي:« د درملو کیفیت کمزوری دی، دغه راز دانه یې هم معیاري نه ده، اکثره وخت زموږ چرګان په ام ډي ناروغۍ اخته کېږي، چې بیا له منځه ځي.»
د یادونې ده چې په هېواد کې د چرګانو کاروبار ډېر شوی؛ خو د درملو اودانې نشت هغه ستونزه ده چې زیات شمېر فارم لرونکي ورسره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ