ads

د وزیرستاني کډوالو اعتراض

دغه کډوال چې شمېریې سلګونه کسانو ته رسېږي، د غلام خان بندر په صفري نقطه کې د اعتراض په ډول په خېمو کې ناست دي.

بختاجان بختیار
29 غبرګولی 1401
د وزیرستاني کډوالو اعتراض

یاد کډوال وایي، پاکستاني پوځ د دوی پرمخ د غلام خان لاره بنده کړې او خپلو سیمو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د یو تن وزیرستانی کډوال نېک ولي خان په خبره، اته مياشتې وړاندې د پاکستان حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په تدريجي ډول به يې خپلو مېنو ته ستنوي، خو تراوسه هېڅ هم نه تر سترګو کېږي.
دی زیاتوی ترهغې به خپل دې اعتراض ته دوام ورکوي، څو يې پاکستاني چارواکو غوښتنې نه وي منلې:
«ستونزه دا ده چې موږ نهه کاله کېږي د ضرب عضب عملیاتو نه راغلي يو او افغانستان کې پراته يو، اول برمل کې وو، بيا حکومت دا خبره راته وکړه چې تاسو ګلان کمپ ته راشئ، هلته به لېستونه او ګاډي درلېږو، اوس اته مياشتې پوره شوې دلته پراته يو، نه لېستونه شته او نه مو وطن ته واپس کوي.»
دوه تنه نور وزيرستاني کډوال الف خان او ناول خان وایي چې د پاکستان حکومت ورسره ډېر ظلم پيل کړی او د دوی په روا حقونو يې سترګې پټې کړې دي.
الف خان:
«موږ دومره له ستونزو سره مخامخ يو چې دلته خپل شناختي دوکاندارانو ته په ضمانت کې ږدو بيا سودا ترې اخلو، موږ په دا مقبرو کې ماشومان خښوو، پلاران خښوو، نيم کوز يو نيم پاس يو، ښځې، ماشومان نيم کوز دي، نيم پاس دي، موږ د مړي او ژوندي لیدو ته نه پرېږدي دومره ظلم نه دی په کار د مسلمان ورور سره.»
ناول خان:
«دا خلک راغوښتي خپله پاکستان دي چې تاسې راشئ پاکستان ته مو بيايوو، اوس يې دلته را اېسار کړي يو، زه ټولې نړۍ ته دا وايم چې زموږ اواز دې واوري او پاکستان ته دې ووايي او فشار دې پرې راوړي چې موږ خپل وطن ته وليږي.»
په ورته مهال په خوست کې ځايي مسولین بیا وایي، چې دوی تر خپله وسه د نړیوالو او داخلي مرستندویه بنسټونو پرمټ له وزیرستاني کډوالو سره مرستې کړې او دې برخې ته لا هم ژمن دي.
د خوست د کډوالو چارو ريس مولوي احمد احمدي وایي، له يادو کډوالو سره مياشت په مياشت د خوراکي او غير خوراکي توکو ترڅنګ د نغدي پيسو مرسته هم کېږي، څو هغوی خپلې اړتياوې پرې پوره کړي:
«اوه اته ورځې مخکې له دوی سره مرسته وشوه، او څو ورځې بعد بیا هم را روانه ده، دوی سره هره میاشت مرسته کېږي، پخوا کمه وه خو اوس هرې کورنۍ ته په زیاته اندازه نغدي پیسې او خوراکي شیان ورکول کېږي، موږ بیا هم ترخپله وسه له دوی سره مرستو کولو ته ژمن یو.»
دغه وزيرستاني کډوال په ۲۰۱۴ م کال په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني فوځيانو له خوا د ضرب عضب په نوم د نظامي عملياتو پرمهال خوست او پکتيکا ولايتونو ته راکډه شوې دي، چې ډيری يې بېرته خپلو مېنو ته واپس شوي او یو شمېر لا هم په خوست او پکتیکا کې خپلو سیمو ته د تلو په تمه شپې او ورځې تېروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA