په دغه لیک کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، محمد ابراهیم امرخېل، محمد اسحاق صمدي، روح الله معروف، سیفه ابراهیم خېل، عبدالله علمي، قیس حبیب او روح الله علومي د هغو کسانو په توګه معرفي شوي له ګواښ سره مخ دي او باید بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي.
خبریال صاحب الدین صمیم کلید ته وویل، په تېرو شلو کلونو کې په ځلونه د خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې او دا چاره باید نوره ودرول شي.
«تر دې وړاندې هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو خپل خپلوان د خبریالانو پر ځای بهرنیو هېوادونو ته لېږدولي دي.»
یو بل خبریال محمد اسماعیل بهنوش وايي، دا لومړى ځل نه دى چې د ژورنالېستانو ملاتړي بنسټونه د ژورنالېستانو له نومونو ناوړه ګټه پورته کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د تخلیې په دوران کې څو ځلې ورته کارونه شوي دي.
بهنوش وویل:
«هغه بنسټونه چې د خبریالانو ملاتړ کوي، په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د خبریالانو د ملاتړ لپاره کوم لوی کار نه دی کړی.»
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مشر حجت الله مجددي دغه مکتوب جعلي بللی او ویلي یې دي چې داسې کوم مکتوب یې د پاکستان د ژورنالیستانو فدراسیون ته نه دی استولی.
مجددي وویل:
«دا لیک له دوو یا درېیو ورځو راهیسې خپرېږي، موږ هم هڅه کوله چې معلومه کړو، چې دا لیک څنګه چمتو او خپور شو. دا زموږ د همکارانو د منزوي کولو لپاره دسیسې دي.»
د افغانستان د ژورنالېستانو د اتحاديې مشرمحمد ابراهیم امرخېل کلید ته وويل چې دغه ليک جعلی دی او بهر ته يې د لېږد لپاره هېڅ ادارې ته خبر نه دى ورکړل شوی
نوموړی ويلي، هڅه کوي هغه کسان وپېژني چې دغه جعلي لیک یې خپور کړی دی.
امرخیل وویل:
«یو لیک لیکل شوی او خپور شوی، اصلي نه دی او دا کار د متعصبو کړیو له خوا شوی چې زموږ شهرت او باور ته زیان ورسوي.»
ومو غوښتل چې په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم واخلو؛ خو له پرلهپسې هڅو سره سره هغوی زمونږ اړیکو او پیغامونو ته ځواب رانهکړ.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته د خبریالانو په نوم په زرګونو کسان بهر ته لیږدول شوي دي.