ads

د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسون له پرېکړې د اقتصادي شنونکو هرکلی

د افغانستان بانک له لوري صرافیو ته ورکړل شوې طرحې د بیا کتنې په تړاو د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسون پرېکړه د اقتصادي شنونکو له هرکلي سره مخ شوې

نویسنده: shams
2 غویی 1401
د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسون له پرېکړې د اقتصادي شنونکو هرکلی

د افغانستان د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ وړمه ورځ د نفتو او ګازو د دولتي شرکت هغه طرحه تایید کړه چې پربنسټ به یې له دې وروسته خام نفت یوازې د ګازو او نفتو دولتي شرکت واردوی او دلته به یې د پروسس لپاره خصوصي سکټور ته ورکوي.

د سرچینې په خبره، د دغه طرحې هدف د بې کیفیته نفتو له واردولو څخه مخنیوی دی.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان  الکوزي له کلید راډیو سره په خبرو کې د دغه طرحې هرکلی وکړ او زیاته کړه چې په دې ګام سره به د سوداګرو ترمنځ د ناسالمو سیالیو مخنیوی هم وشي.

الکوزی په ورته وخت کې هېواد ته د سوداګرو له خوا د بې کیفیته نفتو د واردول هم مني خو وایي، چې دا یې د مخنیوي لپاره ښه اقدام دی: «واقعا دا ستونزه شته چې بې کیفیته جنس واردوو، نو که دولت د دغه بې کیفیته جنس د مخنیوي لپاره دا کار کړی وي نو دا یوه ښه پرېکړه ده.»

د دغه ګام د هرکلي ترڅنګ الکوزی د یادو نفتو د پروسس او تصفیې لپاره د امکاناتو او لویو پروسس خونو د نشت خبره هم کوي.

نوموړی وایي، چې د نفتو د تصفیې لپاره باید په لوړه کچه پانګونه وشي: «د خامو نفتو د تصفیه کولو فابریکې یا د تصفیې ساختماني سیستم جوړول ډېرو لویو پیسو ته اړتیا لري، یو دا وړې فابریکې دي چې د ورځې ۵۰، ۱۰۰ یا ۲ سوه ټنه تولیدوي دا ډېر کم ظرفیت دی، د دې لپاره باید لویه پانګونه وشي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي هم د اسلامي امارت له خوا د خامو نفتو د وارداتو انحصاري کول ستایي او وایي چې دا هم د ژوندانه د چاپېریال او هم د  اقتصاد لپاره یو ښه ګام دی.

د اقتصادي چارو شنونکی شفیع الله ستومان وایي، له دې وړاندې به بې کیفیته تېل وارېدېدل چې له مصرف وروسته به یې په ښار کې ډېر مضر ګازات تولیدېدل چې د هېوادوالو د روغتیا لپاره ډېر مضر وو: «دا یو ډېر ښه او نېک اقدام دی، هیله‌مند یو چې دې ته ورته نور ګامونه هم واخیستل شي چې په تېر حکومت کې نه دي اخیستل شوي، د نفتو د پروسس او د باکیفیته نفتو د تولید او تورېد په اړه ډېرو شرکتونو ژمنې وکړې، زه خپله د دې شاهد یم خو ونه توانېدل چې خپلې ژمنې پوره کړي، نو هیله ده چې اسلامي امارت دغه ژمنه پوره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د نفتو او ګازو په ګډون ټول توکي تر ډېره د سوداګرو له خوا واردیږي او بیې هم تر ډېره خپلسرې ټاکل کیږي چې دې کار هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA