د اقتصادي چارو شنونکي وایي، پر دوه میلیارده ډالرو مرستو سربېره لاهم په افغانستان کې خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، بېروزګاري همغسې په لوړه کچه ده او کوم داسې ګام نه دی اخیستل شوی چې خلک د خپل راتلونکي لپاره هیلهمند کړي.
خو د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي، په اغېزمنه توګه د بشري مرستو لګولو لپاره یې یوه طرحه جوړه کړې او له ملګرو ملتونوسره یې هم شریکه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، دوی غواړي یادې مرستې داسې ولګول شي چې د خلکو اقتصادي ستونزې په بنسټیزه توګه حل کړي:
«د دغې طرحې هدف دا دی چې یادې مرستې له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ د حکومت له ادرسه وشي، ځکه اوس خو د حکومت له ادرسه د باندې د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا کېږي، نو موږ غواړو چې دا مرستې له دولتي ادارو سره په همغږۍ داسې ولګول شي چې هم د کارموندنې سبب شي او هم اړمنو کسانو ته ورسیږي.»
په ورته وخت کې د چارو شنونکي هم وایي، وړیا مرستې وېشل له یوې خوا د خلکو اقتصادي ستونزې د اوږدمهال لپاره نه شي حل کولای او له بلې خوا بیا خلک مفتخواره عادت کوي او د خپل هېواد ودانولو لپاره کار نه کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی شفیع الله ستومان وایي، اوس چې نړیوالې ادارې په افغانستان کې بشري مرستې وړیا وشي، له یوې خوا د دوی اداري، لوژستیکي او د معاشونو لګښتونه ډېر لوړ دي، چې له دغو لګوښتونو وروسته شاید له ۳۰ تر ۴۰ سلنې مرستې خلکو ته ورسېږي او د هغو په وېشلو کې بیا هم شاید فساد وشي او اړمنو کسانو ته ونه رسېږي.
ستومان وړاندیز کوي چې که نړیوال رښتیا غواړي چې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل شي، نو دا مرستې دې دولت ته ورکړي، څو په بنسټیزو برخو کې یې ولګوي چې د اوږدمهال لپاره ستونزې حل کړي:
«دا د ملګرو ملتونو ادارې له دولت سره موازي ساختار دی، د یوه دولت مسوولیت دا دی چې خلکو ته ډوډۍ، کار او زده کړو زمینه برابره کړي، دا کار چې د ملګرو ملتونو ادارې کوي، نو بیا د دولت موجودیت دلته څه معنا لري؟ اصلي وظیفه یې له دولت څخه واخیسته، آیا یوازې د امنیت ټینګښت د دولت دنده ده، نه، دولت باید په ټولو برخو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو بل شنونکی اظهارالحق فضلي هم وایي، اوسنۍ بشري مرستې اغېزمنې نه دي.
نوموړی ټینګار کوي چې دا مرستې باید په داسې برخو کې ولګول شي چې کاري فرصتونه رامنځته کړي او خلکو ته بیا د کار په بدل کې معاش یا حق الزحمه ورکړل شي: «اوس چې کومې بشري مرستې کېږي، دا د اوسنیو اقتصادي ستونزو د حل لاره نه ده، هیله مند یم چې په بنسټیزو، زیربنایي او هغو پروژو دا پیسې ولګول شي چې وکولای شي د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي.»
د اقتصادي چارو منتقدین وایي، که د نړیوالو مرستې په تېرو دوو لسیزو کې هم ښې مدیریت شوې وی او په بنسټیزو برخو کې لګول شوې وی، نو اوس به افغانستان له دغو ناخوالو سره نه مخ کېدای.
د یادولو وړ ده چې نن هم له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته تر رارسېدو وروسته د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوي دي.