ads

په خوست کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

په خوست کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست له خوا د جنوب ختیځو شپږو ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

بختاجان بختیار
14 کب 1400
په خوست کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د واليبال دغه لوبې د خوست ښار اړوند د سولې په نوم تفريحي پارک کې پيل شوې، چې د خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر، غزني او ميدان وردګو ولايتونو د واليبال لوبډلو په کې ګډون کړی دی.

د خوست د واليبال فدراسيون مشر زمری سيلاني وایي دا لوبې چې شاوخوا يوه اونۍ به دوام کوي، موخه يې د لوبغاړو تشويق او د واليبال په برخه کې د نويو ځوانو لوبغاړو پيژندل دي.

هغه زیاتوي چې دا لوبې د افغانستان د والیبال فدراسیون په رسمي چوکاټ کې پيل شوې:

” دا لوبې د زون په کچه دي، له کابل نه رسمي دلته پيل شوي دي، چې لومړۍ لوبه د خوست او لوګر ولايتونو د واليبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د دې لوبډلو قهرمانه لوبډله به کابل ته ځي او هلته به د نورو زونونو لوبډلو سره لوبې کوي.”

د دې لوبو يو شمېر لوبغاړي وايي چې دا ډول لوبې د واليبال د پرمختګ او مسلکيتوب ترڅنګ د ځوانانو د يوالي په برخه کې هم موثرې تماميږي او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دې هم دا ډول لوبې جوړې شي.

د لوګر ولايت د واليبال لوبډلې يو تن لوبغاړي اسلام الدين  یې په تړاو داسې وايي:

”  دا لوبې  د ورزشکارانو د يو ځای والي لپاره او د دې لپاره چې ورزشکاران يو بل سره وپېژني ډېرې مهمې دي، له دې نه به يو منتخب ټيم چې هغه به د افغانستان په ليګ کې لوبېږي جوړ شي.”

په ورته مهال د خوست د واليبال لوبغاړو وويل چې تردې دمه په دغه ولايت کې د واليبال لوبو د ترسره کيدو لپاره معياري لوبغالی نه لري، لوبغاړي په تفريحي پارکونو او نورو نامناسبو ځايونو کې لوبې ترسره کوي.

د خوست اوسيدونکی او د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې يو تن لوبغاړي فيض الله سهيلي د بدني روزنې او سپورت له عمومي رياست غوښتنه وکړه، چې د لوبغاړو لپاره په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي:

” زموږ غټ مشکل د ميدان نشتون دی، که چېرته باد او باران شي نو د واليبال لوبه ځنډوي او د خنډ سره يې مخ کوي، د واليبال په بخش کې اصلاً هيڅ کار نه دی شوی، مرکزي ادارې موږ ته هيڅ توجه نه ده کړې، اوس مو غوښتنې وکړې، خدای دې وکړي چې زموږ مشکلو ته دوی رسيده ګي وکړي.”

بل لوری د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي رئیس نظرمحمد مطمئين بيا د واليبال د يادو لوبو د پيل پرمهال ژمنه وکړه، چې د لوبغاړو ستونزو او مشکلاتو ته به پر وخت رسيدنه وکړي.

هغه همدا ډول وويل دوی هڅه کوي چې د نورو لوبو په برخه کې هم په خوست کې د ګاونډيو ولايتونو لپاره سيالۍ جوړې کړي:

” تمه مې دا ده چې واليبال بهر ته هم يوسو او کليو ته يې هم يوسو، له بهر نه هم افتخارات راوړو او ځوانان ورته تشويق کړو، زه انشاالله العزيز ستاسې ترڅنګ ولاړ يم او د اسرې په باره کې به هم جدي توجه کومه، د ورزشکارانو د حقونو په اړه به جدي توجه کومه.”

د واليبال يادې سيالۍ داسې مهال جوړيږي، چې تېره ورځ په خوست کې د “زرغون خوست او د سولې دوستۍ جام” تر نامه لاندې د وزن پورته کولو درې ورځنۍ سيالۍ هم پيل شوې، چې د خوست، کابل، هرات، پروان، غور، پکتيکا او پکتيا ولايتونو  سلو لوبغاړو په نهه مختلفو وزنونو کې د نوو ځوانانو او لويانو ترمنځ د ملي او اسيايي ټيمونو د غوراوي په موخه ترسره کيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA