د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، ښايي راتلونکې میاشتو کې نور سیلابونه هم راشي چې په دې سره به د اړمنو کسانو شمېر نور هم زیات شي.
یادې ادارې ویلي، پر داسې پروژو کار کوي ، چې له مخې به یې د اقلیم بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو پېښو زیانونه کم شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې محافظوي دیوالونه، د اوبو ذخیروي بندونه او د اوبو لګولو کانالونه موجود دي.
د یادونې ده، چې افغانستان د اقلیم بدلون کې ونډه نه لري؛ خو د اقلیم بدلون له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوی هېواد بلل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ