د یادې کمېټې د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې موده کې له ۷۳زره زیات کسان د دې کمېټې په ملاتړ روغتیایي کلینیکونو کې واکسین شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې یې د ۱۶۰۰ هغو ماشومانو درملنه هم کړې، چې په سختې خوارځواکۍ اخته وو.
د سره صلیب نړیواله کمېټې ویلي چې له نورو شریکانوسره یو ځای به د افغانستان د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدمات له ننګونو سره مخ دي او د یو شمېر بنسټونو د معلوماتو له مخې په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ