دکندز ولايت د بدني روزنې اوورزش ريا ست په همغږي د اماتور او پروفيشنل په برخه کې د ۳۴ جوړو فايټرانو ترمنځ په دوه (ځوانان او لويان) کټګوريو کې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې.
یادو سیالیو ته د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر الحاج عبدالقيوم رحيمي، د رزمي ورزشونو له ملي فدراسيون څخه راغلي پلاوی، استاذان، روزونکي، امنيتي مسوولين او سلګونه نندارچيان ورغلي وو.
په پای کې د کندز ولايت ورزشکارانو ددرۍ کمربندونو او ۸ مډالونو په اخستلو سره لومړی مقام خپل کړ او ورپسې د کابل او بغلان ولایتونو په ترتيب سره دوهم او درېيم ځاي خپل کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ