د ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو سیالیو پای لوبې ته ستاره ګان او متحد لوبډلې وتلې وې چې ستاره ګان د اتو ګولونو په وهلو سره بریا خپله کړه او د فوټسال سوپر کپ سالیو اتلولي یې وګټله.
عبدالصبور روفي د سیالیو غوره لوبغاړی، ادیب الله رحماني غوره دروازه ساتونکی او عنایت الله کوهي د غوره ګول وهونکي ډالۍ ترلاسه کړې.
د یادونې وړ ده چې په پای کې د ټول ټورنمینټ غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ