ناروې لومړی هېواد و چې د چهارشنبې په ورځ یې د نورو دوو هېوادونو سره په همغږۍ فلسطیني دولت په رسمیت وپېژانده
د یاد هېواد لومړي وزیر جوناس ګهر سټور ویلي، دا ګام د منځلارو ځواکونو په ملاتړ کې دی چې په یوه اوږده او ظالمانه جګړه کې د شاتګ په کرښه کې پراته دي.
اسرائیلو په خپل غبرګون کې خبرداری ورکړ ی چې دا ګام به په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ په معنی وي او له دغو درېیو هېوادونو به خپل سفیران وباسي.
بلخوا حماس وايي، د چهارشنبه اعلانونه به د فلسطین د مسئلې په اړه په نړیوال دریځ کې د بدلون ټکی وي .
د حماس د روغتیا وزارت وایي ، له هغه وخت راهیسې چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو بریدونه روان دي تر ۳۵۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
په همدې حال کې قطر هم د یادو هېوادونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی.
د یادونې ده چې د دې میاشتې په پیل کې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له ۱۹۳ غړو څخه ۱۴۳ یې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د شاملېدو په پلوۍ رایه ورکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ