ads

په فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ریاست وایي، په فاریاب ولایت کې د وزلوبې سیالۍ پرون پای ته ورسېدې او ولایتي لوبډلې لپاره ترې غوره لوبغاړي په نښه شول.

شمس الرحمن شمس
12 مرغومی 1400
په فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

دغه ریاست په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د وزلوبې اونيزې سيالۍ د پښتونکوټ ولسوالۍ د قيصار، چهل ګزي او د مرکز ميمنې د چاپ اندازانو په ګډون سره ترسره شوې.
دغه سيالۍ د فارياب ولايت په ورزشي لوبغالي کې د سلګونو نندارچيانو په شتون کې پای ته ورسېدې.
د یادې لوبې لوبغاړو د سیالیو ترسره کېدل مهم ګڼلي او په راتلونکې کېیې د ورته نورو سیالیو جوړېدو غوښتنه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA