ads

امنیتي مسولین د جنایي پېښو کمېدو، خو هېوادوال یې د ډېرېدو خبر ورکوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې یو ځل بیا جنایي پېښې زیاتې شوي دي.

تاج ولي غورځنګ
8 مرغومی 1400
امنیتي مسولین د جنایي پېښو کمېدو، خو هېوادوال یې د ډېرېدو خبر ورکوي

د دوی په وینا، هره ورځ په لویو لارو او کوڅو کې له جنایي پېښو سره مخ کېږي چې له امله یې دوی سخت اندېښمن دي.
اخترمحمد سیال د کابل ښار اتمې حوزې اوسېدونکی دی. نوموړی وایي، په دې وروستیو کې بیا د پخوا په څېر جنایي پېښې زیاتې شوې چې له امله یې دوی نه شي کولای خپلې چارې پرمخ یوسي.
«په دې وروستیو کې جنایي پېښې زیاتې شوي دي چې له مله یې موږ سخت اندېښمن یوو. څوک نه شي کولای په ډاډه زړه تلیفون یا نور مهم توکي په جیب کې وګرځوي. موږ د اسلامي امارت له ځواکونو هېله کوو چې د امنیت په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.»
بل لورته د کورنیو چارو وزارت وایي، اوس مهال د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې زرګونه مجاهدین د خلکو د امنیت ټینګولو په موخه بوخت دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال انجینر عاقل جان عزام وایی، د هېواد او په ځانګړي ډول د کابل امنیت ټینګولو په موخه یې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د عزام په وینا، اوس مهال په ټول هېواد کې د غلا، اختطاف، باجګیرۍ او جنایي پېښو ګراف صفر ته راټیټ شوی دي.
«د ټول هېواد په کچه او په ځانګړي ډول د کابل امنیت لپاره موږ زرګونه مجاهدین شپه او ورځ بوخت دي ترڅو خپلو هېوادوالو ته امنیت ټینګ کړي. موږ په دې برخه کې بیا بیا کوټلي ګامونه پورته کړي. تاسې ټول پوهیږې او خبر یاست چې د امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د جنایي پیښو ګراف صفر ته رالویدلی دی.»
په ورته مهال د پوځي چارو شنونکي په هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت د جنایي پېښو د زیاتېدو لامل بولي.
د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری وایي، ډېری خلک د ناوړه اقتصادي حالت له امله اړ کېږي چې په جنایي جرمونو لاس پورې کړي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، ځینې سیاسي کړۍ هم هڅه کوي چې په جنایي جرمونو کې ښکېل شي، ترڅو د اسلامي امارت کړنې ته پوښتنې لاندې راولي.
«په هیواد کې جنایي جرمونه له بیلابیلو لارو رامنځ ته کېږي. د سیاسي او اقتصادي اړخ یې ډېر مهم اړخ دی. ځینې خلک کار وبار نه لري د ټیټ اقتصادي وضعیت له امله اړ کېږي ترڅو په جنایي جرمونو لاس پورې کړي، خو ځینې سیاسي کړۍ هم شته چې د امارت د بدنام کولو لپاره دا کار کوي ترڅو د دوی کړنې او امنیت تر پوښتنې لاندې راولي.»
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر خلک په ټولنیزو رسینو کی هم د جنایي پیښو په اړه شکایتونه او نیوکې کوي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې د جنايي پیښو مخنیوی وکړي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې په جنایي جرمونو لاس پورې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA