د جیونیوز د خبر له مخې، پېښه د کراچۍ په شېرشاه چوک کې رامنځته شوې ده چې له کبله یې ۱۶کسان وژل شوي او ۱۴نور ټپیان شوي دي.
سرچېنه زیاتوي، د چاودنې له کبله د یوه بانګ ماڼۍ په بشپړ ډول نړېدلې او نېږدې نورو ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.
د کراچۍ ښار پولیسو ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې، دا چاودنه د ګازو د نللیکې سوري کېدو په پایله کې رامنځته شوې ده.
په دې اړه د پاکستان د امنیتي ادارو پلټنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ