ads

د ننګرهار هوايي ډګر کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو شو

د ننګرهار والي په استازيتوب امنيه قوماندان شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم د دې ولايت هوايي ډګر کې خبريالانو سره د مرکې پر مهال وويل، چې دا ډګر د هر ډول کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو دی.

ذکریا ذکي
29 لړم 1400
د ننګرهار هوايي ډګر کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو شو

نوموړي وويل، چې هېوادوالو او نړيوالو ته ډاډ ورکوو، چې د ننګرهار هوايي ډګر په امنيتي او تخنيکي لحاظ کومه ستونزه نه لري او د اسلامي امارت د پاليسۍ له مخې هر ډول الوتنو ته چمتو شوی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان همدا راز وويل، چې ډېر ژر به په دې هوايي ډګر کې د کورنيو او بهرنيو الوتنو شاهدان و اوسو.

د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر سرپرست سپين غر وايي، چې دوی په تخنيکي او مسلکي برخه کې اماده ګي لري او کولی شي چې د هوايي ډګر چارې په عادي ډول پرمخ يوسي.

د يادونې وړ ده، چې ننګرهاري ولسونو له کلونو راهيسې ددغه هوايي ډګر څخه د الوتنو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA