د طالبانو په اعلان شوې کابینه کې ملاحسن اخند د وزیرانو د سرپرست وزیر، ملاعبدالغني برادر لومړی او مولوي عبدالسلام حنفي د دویم مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو په اعلان شوې کابینه کې ۱۹ وزارتونو ته سرپرست وزیران ټاکل شوي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت معین او د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په همدغه هدف پرون ناوخته جوړې شوې غونډې ته وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت لپاره سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او ملا عبدالحق وثیق د هېواد د استخباراتو د عمومي رییس، ملا هدایت الله بدري د مالیې وزارت د سرپرست وزیر، مولوي نورالله منیر د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر، شیخ عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر، ملا خیر الله خیرخوا د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د سرپرست وزیر، قادري دین محمد حنیف د اقتصادي وزارت د سرپرست وزیر، مولوي نورالله ثاقب د حج اوقافو وزارت د سرپرست وزیر او یو شمېر نورو وزارتونو ته سرپرست وزیران ټاکل شوي دي.
د مجاهد په خبره، د اسلامي مارت اعلان شوې کابینه بشپړه نه ده او د نورو سرپرست وزیرانو پر ټاکلو کار روان دی.
د یادولو وړ ده چې ملا حسن اخند د طالبانو په پخواني رژیم کې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته ملا حسن اخند د طالبانو د رهبرۍ شورا مسولیت پر غاړه درلود.