طالبانو تر دې مخکې یوازې چریکي جگړې کولې او تر ډېره به یې د سړک غاړې پر بمي چاودنو او ځانمرگو بریدونو اکتفا کوله، خو اوس یې په بشپړ ډول جبههیي جگړو ته مخه کړې ده.
د پوځي شنونکو په باور، له دې کبله پکار ده چې د افغانستان حکومت او اړوند ارگانونه تر دۑ زیات وخت او فرصتونه له لاسه ور نهکړي او خپلې جنگي ستراتیژۍ ته له سره کتنه وکړي. همدارنګه د سولې د هڅو ترڅنگ د جنگ په ډگر کې د مبارزې لپاره ځواکونو ته پر خپل وخت د امکاناتو او تجهیزاتو رسولو ته چمتووالی ولري.
ځکه په دې برخه کې یوه عادي ناغیړي هم کولای شي چې سترې ناوړې پایلې له ځانه سره ولري. په تېر کې بیا بیا دا شکایتونه مطرح شوي چې ځواکونو ته د جگړې په ډگر کې د امکاناتو او تجهیزاتو نه رسولو هم ستونزې ډېرې کړې او له همدې امله مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.
پر دې سربېره، د جگړې په وخت کې پوځي نوښت او مدیریت د مشرتابه په کچه د وړتیاوو غوښتونکي وي او باید چې دغه مشرتابه دا وړتیاوې خپلې او د جگړې په وخت کې یې له ځانه وښیي.
هممهاله د کندهار، هرات او لښکرګاه پر ښارونو د طالباونو پرلهپسې بریدونه دا هم راڅرگندوي چې یا خو په قطر کې د مذاکرو بهیر له بشپړ خنډ او ځنډ سره مخ شوی او یا دا چې طالبان د مذاکراتو په پلمه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې د خپل مقابل لوري یعنې افغان حکومت د اغفال هڅه کوي او فرصتونه ترې تروړي.
دا موضوع که حکومت ته زیان متوجه کوي، د طالبانو په وینا او عمل کې هم د خلکو او نړیوالو د پراخې بېباورۍ لامل کېږي.
له بل لوري، د طالبانو دغه بریدونه او پر یو شمېر هغو ولسوالیو د دوی ولکه چې تر دې مخکې د حکومت تر کنټرول لاندې وې، د دې څرګندونه هم کوي چې د افغانستان حکومت او د امنیتي ځواکونو مشرتابه په یاده موده کې یا د سولې په ظاهري هڅو تېروتي دي او یا دا چې په درانه خوب ویده پاتې شوي؛ چې پایله یې د ځینو ښارونو تر څنډو پورې د جګړې رارسېدل دي.
ایا په لویه کچه اوس هم دا اړتیا نهاحساسېږي چې چارواکي له دغه خوبه راوېښ شي او که څنګه؟
بالاخره د منتقدینو په باور، د وضعیت د کنټرول لپاره پکار ده چې د پوځي قطعاتو، د پوځي ارگانونو د رهبرۍ او امنیت شورا ترمنځ لا زیاته همغږي رامنځ ته شي او د سالمو ارزونو پر مټ د مدیریت او رهبرۍ تر کچې موجودې کمزورۍ له منځه لاړې شي.
همدارنګه اړتیاوو ته په پام پر خپل وخت د افغان ځواکونو د امکاناتو او تجهیزاتو په برابرولو کې اقدام وشي. له دې پرته په اوسنۍ بڼه د جگړې دوام به هم لوړ لګښت ولري او هم به خلکو ته مالي او ځاني مرګ ژوبله رامنځته کړي، چې پایله به یې له حکومت څخه د خلکو د لازیاتې نارضایتۍ لامل شي.