ads

د سولې اوسنۍ هڅې په څه معنا؟

د نړیوالې ټولنې یو زیات شمېر غړي هېوادونه او نړیوال بنسټونه له څه مودې راهیسې په پرله‌پسې ډول د افغانستان سولې بهیر د چټکېدو غږ اوچتوي. که څه هم افغانان دغه غږ ته خوشحاله دي، خو په ذهن کې یې دا پوښتنه ده چې په نړیواله کچه ټول په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینگېدو غوښتنه کوي؛ بیا ولې افغانان سولې ته نه رسېږي؟ 

کلید
5 زمری 1400
د سولې اوسنۍ هڅې په څه معنا؟
تازه په تازه په افغانستان کې د یوناما مشرتابه د افغان دولت له مذاکراتي ټیم سره په کتنه کې د سولې او مذاکرو پر بهیر ټینگار کړی. دا ټینگار په داسې حال کې کېږي چې دوې ورځې مخکې د امریکا او اروپایي ټولنې استازو هم د سولې بهیر د چټکېدو په تړاو ورته غوښتنې لرلې وې.
له دغو مواردو او غوښتنو دا راڅرگندېږي چې ټول په ښکاره سوله غواړي، خو د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه هېڅوک څه نه‌وایي او نه هم د یوې داسې حل‌لارې وړاندیز کوي چې په رښتني بڼه د افغان لانجې د پای ته رسېدو په برخه کې د هغوی د رښتنې هڅې او ارادې څرگندونه وکړي.
دغو مواردو ته په پام گڼې پوښتنې رامخته کېږي. خلک پوښتي، کله چې ټول د سولې د بهیر او د هغه د چټکېدو خبره کوي، ستونزه چېرته ده او د دې معما د حل کیلي د چا په لاس کې ده او ولې دغه هدف نه ترلاسه کېږي، څوک د افغان سولې پر وړاندې خنډ جوړوي او ولې؟ د افغانانو په باور که دغو پوښتنو ته ځواب وویل شي، افغان سوله چې اوس په یوه معما بدله شوې، ژر تر ژره به رامنځ ته شي.
له بل لوري یوناما، اروپایي ټولنې او امریکا هغه بنسټونه او هېوادونه دي چې په تېرو شلو کلونو کې په افغان قضیه کې ښکېل او شریک وو. له دې کبله اوس پکار ده چې دغه هېوادونه او بنسټونه دا څرگنده کړي چې د افغانستان د سوله‌ییزه کېدو پر وړاندې کوم مسوولیتونه لري او څنگه باید دغه مسوولیتونه سر ته ورسوي. په دې برخه کې ښایي دا پوښتنه هم د مطرح کولو وړ وي چې دوی کوم کار باید تر سره کړي چې تراوسه یې تر سره کړی نه دی او افغان سوله ورسره ټکنۍ شوې ده.
 دا ستونزه کېدای شي ډېر علتونه ولري. په کار ده چې هغه په گوته شي.  خو لیدل کېږي چې نړیوالو په تېرو کلونو کې او تر ننه پورې دغو عواملو ته په افغانستان کې دننه توجه کړې، خو شواهد ښيي چې د افغانستان روانه جگړه او دوام یې سیمه ییز لاملونه هم درلودلی شي او باید ډېر تمرکز پر هغو وشي.
په عموم کې افغانان په خپل وطن کې د سولۑ د ټینگېدو لپاره غواړي چې نړیوال پر یوه اساسي لارنقشه، میکانیزم او حل‌لاره گډ توافق ته ورسېږي او جدي دریځونه غوره کړي. دا خبره په دې بنسټ کېږي چې لیدل کېږي د سولې لپاره خواره واره غږونه او دادغوښتنې کوم ځای نه‌نیسي او افغانانو ته سوله نه‌شي ډالۍ کولای.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA