ads

له لاسه وتلې سیمې بېرته نیول کېږي؟

تبصره ۲۵ جولای ۲۰۲۱

کلید
3 زمری 1400
له لاسه وتلې سیمې بېرته نیول کېږي؟

له یوې میاشتې کمه موده کېږي چې د افغان دولت مخالفانو د یو شمېر ستراتېژیکو ولسوالیو ترڅنگ د سپین بولدک، شېرخان او اسلام قلعه درې ستر بندرونه نیولي دي.

که چېرته حکومت لکه څنگه چې ژمنه کړې د هغو د بېرته نیولو لپاره ژر ترژره اقدام ونه‌کړي، د دې امکان شته چې د دولت مخالفانو لپاره په سترو عایداتي سرچینو واوړي او بیا نیول یې په راتلونکې کې لا نور هم ستونزمن شي.

په دغه موده کې حکومت د له لاسه وتلیو سیمو او بندرونو د بیا نیولو لپاره کوم جدي اقدام نه دی کړی او دغه چوپتیا او چلند یې نه‌یوازې دا چې په ټوله کې پوښتنه زېږوونکی شوی او کېږي، بلکې د امنیتي ځواکونو په نسبت یې د خلکو باور هم اغېزمن کړی دی.

دغو ټکو ته په پام پوښتنه دا ده چې ایا نور هغه وخت نه دی را رسېدلی چۑ د له لاسه وتلیو ستراتیژیکو سیمو، بندرونو او ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره چټک او عاجل اقدام وشي؟

 دا پوښتنه ځکه رامنځ ته کېږي چې په دې برخه کې د چټکو اقداماتو او پرمختګونو شاهدان نه‌یو، او ترڅنګ یې دغسې ولاړ حالت د دې زمینه برابروي چې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې له پوښتنې سره مخ شي او حتا د نورو محاذونو پر روحیې هم بده اغېزه وکړي.

 په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر په خپلو تازه څرگندونو کې ویلي چې په لومړي قدم کې د افغان امنیتي ځواکونو دنده دا ده چې د خپلو وسله والو مخالفانو د پرمختګونو مخه ‌‌ډب کړي او په دویم قدم کې هغه ساحې بېرته ونیسي چې له لاسه وتلي دي. د امریکا دفاع وزیر دا هم ویلي چې د افغان ځواکونو پر وړتیاوو پوره ډاډمن دی، خو په خبره یې باید ولیدل شي چې د جگړې په ډگر کې څه کېږي.

له بل لوري افغان مبصرین او پوځي کارپوهان بیا وايي چې افغان پوځیان په ښه موقعیت کې قرار لري او د امریکا دفاع وزیر څرګندونو ته په پام توانېدلي چې د وسله‌والو مخالفانو پرمختګ پڅ کړي.

د دوی په عقیده د دغې پڅتیا سره جوخت اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغان پوځیان په د ستراتیژیکو ولسوالیو او عایداتي بندرونو د بېرته نیولو له‌پاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې منتقدین وايي چې افغان پوځیان باید یرغلیزو عملیاتو ته پام وکړي او له دفاعي حالته نور راووځي.

د دوی په عقیده د یرغلیزو عملیاتو نشتوالی او په دې اړوند نه‌تصمیم نیونه لامل کېږي چې ځواکونه غیر محاربوي حالت غوره او جنګي مورال باندې ښه اغېزه ونه‌کړي.

د منتقدینو د وړاندیز پر بنسټ اوس د حکومت دنده ده چې په رابطه خپله چوپتیا ماته او موجوده جنګي ستراتیژۍ کې ژور بدلون راولي؛ داسې بدلون چې په لنډ وخت کې اوږدمهاله پایلې او نتایج ولري.

اساسا موجود په ټپه ولا حالات خلکو ته دا پوښتنه پیدا کړې چې حکومت د له لاسه ورکړو سیمو د بېرته نیولو له‌پاره ولې د لمس وړ اقدامات نه‌‌کوي او دا بهیر ولې ډېر پڅ او سوکه مخته روان دی؟

خلک پوښتني چې ایا د حکومت لومړۍ کچې مسوولین خو به په مهمو عایداتي بندرونو او ګمرکونو د تسلط له اهمیت څخه بې‌خبره نه‌وي؟ ایا دوی په دې نه‌پوهېږي چې له دغو لارو څخه په ورځنۍ کچه په ملیونونه ډالر د حکومت له لاسه وځي؟ آیا په ټوله کې په دې برخه کې بې‌تفاوتي او د جدي اقداماتو نه‌ترسره کول خو به نه جبرانېدونکې پایلې ونه‌لري او که څنګه؟ او بالاخره که چېرې دغسې وضعیت رامنځ شي، پړه به یې د چا پر غاړه وي.

خلاصه دا چې، د خلکو دا پوښتنې هغه وخت ځوابېدلی شي، چې حکومت د یوې منظمې جنګې ستراتیژۍ له مخې د له لاسه ورکړو سیمو د بېرته نیولو له‌پاره جدي اقدام وکړي او له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت راوګرځي؛ له هغه پرته به د ښارونو د محاصرۍ کړۍ لا نوره تنګي شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA