دې ډلې ادعا کړې چې په چاودنه کې اووه سرتېري وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت منلې چې په پرونۍ چاودنه کې د دوی درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې د عاملینو نیولو پلټنې یې پیل کړې.
یاد برید تېره ورځ غرمه مهال د بدخشان فیض اباد ښار اړوند د «جوزون پل» ته څېرمه ترسره شوی و.