د سرچینې په وینا، سږکال د دغه ولایت په ۶۸زره او ۸۶۰ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې له دغو کروندو څخه به د اټکل له مخې ۱۹۲ زره او ۴۶۹ ټنه غنم ترلاسه شي.
تېر کال د ننګرهار د کرنې ریاست په ننګرهار کې د غنمو ٦٥٢ ټنه تخمونه وېشلي، چې ورسره سږ کال په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالې راغلی.
د دې تر څنګ د ناروغیو مخنیوي په تړاو کروندګرو ته عامه پوهاوی ورکول او بزګرو ته روزنه ورکول هغه لاملونه دي چې د دغه ولایت د غنمو په حلاصلاتو کې ډېروالی راغلی.
باید وویل شي، چې تېر کال د ننګرهار په ۶۹ زره او ۲۶۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۱۹۰ زره او ۹۰۱ مټریک ټنه غنم ترلاسه شوې وو.