ads

د خلکو د تمو خلاف جګړو زور اخیستی

که څه هم تمه کېده چې ښکېل لوري به د جګړو ډېرېدو پر ځای د مذاکراتو پرمختګ ته دوام ورکړي، خو لیدل کېږي چې برعکس په هېواد کې جګړو زور اخیستی دی.

محمدخان بریال
3 غبرګولی 1400
د خلکو د تمو خلاف جګړو زور اخیستی

بدخشان، هرات، هلمند، فاریاب، کندهار، بغلان، لغمان، غزني، ارزګان او میدان وردک هغه ولایتونه دي چې په دغو شپو او ورځو کې د درنو جګړو شاهدان دي.
په یادو ولایتونو کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد یاسین ضیا وایي، په لغمان ولایت کې تازه دمي کمانډو سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
هغه چې لغمان ولایت ته یې سفر کړی وایي: «اوسمهال په مرکز مهترلام کې کوم امنیتي ګواښ نشته، په دغه ولایت کې افغان سرتېري د پرمختګ په حال کې دي.»
د دې تر څنګ د ولسي جرګې یو شمېر غړي لوړپوړي امنیتي چارواکي پخپلو دندو په ناغېړۍ تورنوي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال وایي: «حکومت د ولسوالیو د سقوط د ګواښ پر مهال جدي اقدام نه کوي او دا څه د دې لامل کېږي چې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېږي.»
د ولسي جرګې رییس میرالرحمن رحماني بیا له هېوادوالو غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغان سرتېرو ملاتړ وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ولوالجي بیا وایي: «له ولسوالیو څخه تکتیکي شاه تګ اندېښمنونکې مسله ده.»
د سیاسي شنونکو په باور، د ښکېلو لورو جګړې د مذاکراتو په مېز کې د امتیاز تر لاسه کولو په هدف دي، خو بلخوا د دغو جګړو اصلي قربانیا هغه افغانان دي چې هره ورځ په یادو جګړو کې وژل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA