ads

د دوحې د راتلونکې ناستې نېټه په ډاګه شوه

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان وایي، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه به د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه جوړه شي

شیرشاه عزیزي
3 غبرګولی 1403
د دوحې د راتلونکې ناستې نېټه په ډاګه شوه

تر دې وړاندې د یاد سازمان مرستیال روزمیري دیکارلو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د دوحې غونډه کې د ګډون په هدف د اسلامي امارت استازي ته بلنه ورکړې وه.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په دې غونډه کې د اسلامي امارت او د افغانستان د مدني ټولنې استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

که څه هم اسلامي امارت په یاده ناسته کې د ګډون په اړخپل نوی دريځ نه دی څرګند کړی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي چې په یاده ناسته کې معنی لرونکی ګډون غواړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA