د دغه هېواد صدراعظم ریشي سوناک ویلي چې د پنځم ځل لپاره به د خپل محافظه کار ګوند د بریا په موخه هڅې وکړي.
بل لور ته د نوموړي مخالف لیبر ګوند مشر سر کیئر سټارمر ویلي، د بدلون او د محافظه کار ګوند له کبله د رامنځته شوې ګډوډۍ د پای وخت را رسېدلی.
د بریتاینا پارلمان به خپل فعالیت د جمعې په ورځ بند کړي او د راتلونکې پنجشنبې له ورځې به د پنځو اوونیو لپاره ټاکنیز کمپاین پیل شي.
د چارو کار پوهان وایي چې په دغه هېواد کې لیبر ګوند مخکې دی او ادعا کوي چې د ټاکنیزې سیالۍ لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په بریتانیا کې یو شمېر ګوندونو د سوناک په حکومت سختې نیوکې کړي او وایي چې د ده حکومت بریتانیا له ګواښونو سره مخ کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ