دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۶۶ میلیونه ډېر شوی او تر درې میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۵ زره او ۱۵۳ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۴۸زره ، ۲۰۸ په مکسیکو کې ۲۲۱زره او ۵۵۹، په هند کې ۲۹۵زره او ۵۲۵، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۹۷۸، په ایران کې۷۸ زره او ۳۸۱ او په پاکستان کې ۲۰ زره او ۱۷۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ