ads

راشد خان: د نړۍ له مشرانو غواړم چې سیمې ته سوله راولي

افغان لوبغاړي راشد خان د نړۍ له مشرانو غوښتي چې په افغانستان او فلسطین کې د جګړې مخه ونیسي او د سیمي د سولي لپاره دې جدي کار وکړي.

شمس الرحمن شمس
2 غبرګولی 1400
راشد خان: د نړۍ له مشرانو غواړم چې سیمې ته سوله راولي

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په جګړه کې رالوی شوی او نور نه شي لیدلی چې کوچني ماشومان دې په افغانستان او فلسطین کې ووژل شي.

نوموړي د جکړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې جکړه بس کړي او سولې ته غاړه کېږدي.

راشد خان لیکلي: « زه سیاست مدار نه یم؛ خو د ټولې نړۍ پر مشرانو غږ کوم چې سیمې ته د سولې راتګ برخه کې هڅه وکړي، زه په جنګ کې را لوی شوی یم او پوهیږم له دی وضعیت نه ماشومان ویریږي زه نور دا نشم لیدلی.»

دا لومړی ځل دی چې یو افغان کرکټر د نړۍ له مشرانو غواړي چې سیمې ته سوله راولي او جګړه ودروي.

دا په  داسې حال کې ده چې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ د ګڼو افغانانو د مرګ ژوبلې او کډوالۍ سبب کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA