ads

د خوستي سوداګر لپاره د انصاف غوښتنه

د خوست د ولايتي شورا غړی او منشي نورشاه نوراني وایي، ميرولي د روژې پر ۲۱مه په شهر صفا ولسوالۍ کې له لويې لار ورک شوی، چې وروسته يې جسد تېره ورځ د روژې پر ۲۶مه په ونه کې ځورنډ موندل شوی.

بختاجان بختیار
19 غویی 1400
د خوستي سوداګر لپاره د انصاف غوښتنه

هغه همدا ډول وويل، ميرولي له وژل کيدو څو ځله وړاندې هم د قوماندان عبدالبصير په امر بندي او په کانټينر کې اچول شوی دی.
نوموړي له مرکزي حکومت او اړونده امنيتي ارګانونو غوښتنه کوي، چې د بصير په نوم قوماندان هر چېرته وي، ودې نيول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي:
«زموږ غوښتنه له مرکزي دولت څخه داده چې د میرولي قاتلین ونیسي او قانون منګلو ته یې وسپاري، که دوی زموږ دا غږ ونه اوري، نو موږ به پر نورو لارو چارو فکر وکړو.»
ورته مهال د وکيل په نوم د دغه وژل خوستي سوداګر د کورنۍ يو تن غړي کلید سره په خبرو کې له مسوولو چارواکو وغوښتل، چې زر ترزره دې د ميرولي قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
دی وايي: «دا پټه خبره نه ده د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان به هر وخت له ده څه رشوت اخيست، کله به يې کانټينر ته واچوه، موټر به يې ترې واخيست، قوماندان به خپل په کې ګرځېده، بيا ميرولي ويډيو پورته کړې وه او شکايت يې کړی و، نو ځکه يې ووژاه.»
د ميرولي هغه ويډيو کليپ چې کومې رسنۍ ته يې د شهر صفا ولسوالۍ پوليسو او امنيه قوماندان د بد چلند په اړه ورکړی، دا مهال په ټولنيزو رسنيو کې هم لاس په لاس کېږي.
هغه د ويډیو په یوه برخه کې داسې وايي: «د کندهار نه چې راووځې د زابل ولايت يوه ولسوالي ده د شهر صفا، قوماندان يې عبدالبصير نوميږي، ډېر بد سړی دی، ډېره بده رويه خلکو سره کوي. موږ کانټينر ته اچوي، په عذابوي مو په يوه او بله بانه. پيسو غوښتنه رانه کوي، پيسې هسې هم ورکوو او ورکړې مو هم دي. پرون يې زموږ له انډيوال نه زر کلدارې واخيستې، نن يې ما نه پنځه سوه واخيستې. پيسې ورکوو، خو دوی موږ کانټينر ته اچوي، موږ نه موټر بيايي، کله يې کندهار ته بیايي، کله يې بلې خواته بيايي، موټران يې له موږ نه ټکر کړل او څو وارې يې زموږ له انډيوالانو موټر ووهل.»
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د زابل ولايت امنيتي مسوولينو په ځانګړي ډول د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالبصير او د زابل امنیه قومندان نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بيا هم ونه توانيدو.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند طارق کلید ته وویل، که د وژل شوي سوداګر کورنۍ په دې اړه کوم اسناد او شواهد دوی سره شريک کړي، نو په په اړه به يې جدي څېړنې وکړي:
«که د شهید کورنۍ کوم اسناد او شواهد لري، هیله ده هغه موږ سره شریک کړي، څو موږ دا موضوع په جدي شکل وڅېړو.»
دا لومړۍ ځل نه دی چې د خوست او ګاونډيو ولایتونو سوداګر او موټر چلوونکي د لوی کندهار د پولیسو له ناسم چلنده شکایتونه او دا ډول ادعاوې کوي، بلکې له دې وړاندې هم لارویان او موټر، سوداګر او موټر چلونکو شکول شوي او ډول ډول شکنجې ورته رسېدلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA